1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سي بيت» د ځوانو پانگوالو له پاره ښه موقع

مسعود جهش (دویچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د «سي بیت» د نړیوال نندارتون د گډونوالو په نوملړ کې د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د لویو شرکتونو نومونه شامل دي. خو په دې نندارتون کي به کوچنیو شرکتونو ته هم چانس ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/17sxx
Der Pavillon der griechischen Aussteller auf der Cebit 2013 Quelle: DW / Aristotelis Kaltirimtzis Aufnahme: Hannover 6.3.2013
CeBIT 3013انځور: DW/Aristotelis Kaltirimtzis

څرنگه کیدای شي چې نوو جوړو شویو شرکتونه او لوی نړیوال نومیالي شرکتونه یو د بل تر څنگ ودرول شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د آلمان د شتوتگارت د تکنالوژي د شرکت مشر اولریش دیتېز، دوه کاله مخکې مطرح کړه.

د دې پوښتنې د ځوابولو له پاره یوه نوې څانگه د «Code_n» په نوم رامنځ ته شوه. دغه عبارت د «نویو شرکتونو د کود» اختصار شوی حالت دی. دا هغه نوي رامنځ ته شوي شرکتونه دي چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د معلوماتي تکنالوژي په برخه کې فعالیت کوي، او ورته د سي بیت په نندارتون کې یو ځانگړی ځای په پام کې نیول شوی دی.

دوی په دې ځای کې خپل «نوي مفکورې» وړاندې کوي. دغه نوي شرکتونه لوی او شانداره نندارتونونه نه لري، یوازي خپلې مفکورې لیدونکو ته وړاندي کوي.

اولریش دیتېز وایي: «کله چه ځوانان ویني چې په بریالیتوب سره د یوې نوې کمپنۍ جوړېدل په زړه پوري کار دی، نو هغوی په راتلونکو کلونو کې نور هم پرمختگ کوي. خو د دې له پاره باید شرایط مناسب وي. د بېلگې په توگه د مالیاتو په ورکړه کې باید هغوی ته اسانیتاوي رامنځ ته شي او په دې برخه کې باید په کافي اندازه پانگوني وشي. زه فکر کوم چې ا وس آلمان په دې برخه کې یو په زړه پوري مارکېټ دی او زه هیله لرم چې هغه به همداسې پاته شي.»

خو په آلمان کې د کارو بار بنسټ ایښودونکي یا هغه کسان چې د لومړي ځل له پاره یو شرکت جوړي په خاصه توگه د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې ډیرې ستونزي لري. د هغوی ستونزي بیا په هغه صورت کې لا پسې ډیرېږي چې دوی په خپلو بانکي حسابونو کې کافي پیسي و نه لري او یا یې والدین ډیر بډایه نه وي.

دغه شان کسان هغو سازمانونو ته مخه کوي چې د کاروبار د پیلولو له پاره د پانگوالو په اختیار کې لومړنۍ سرمایه ږدي. په آلمان کې دغه سازمانونه ځکه خپل ځانونه پر شا کوي، چې د دې هیواد د «لومړنۍ پانگي» مارکیټ تر نړیوالو معیارونو ډېر کښته دی.

خو په نورو هیوادو کې بیا د پانگي کمښت لویه ستونزه ده. مارتین ویسین له وینا څخه د سي بیت په نندارتون کې گډون کوي. هغه د HELIOZ په نوم د یوه شرکت خاوند دی. د هغه شرکت د اوبو د پاکولو په برخه کې د لمريزي انرژۍ یو سیستم رامنځ ته کړی دی. هغه اوس د پانگوالو په لټه کې دی.

«په لومړي سر کې ټولو را ته ویل چې دا ډیر سخت کار دی او ته یې نه شي کولای. هغوی به ویل چې دا اصلا امکان نه لري. تاسو څرگه کولای شئ چې په افریقا، اسیا او جنوبي امریکا کې خپل محصولات وپلورئ. خو په زړه پورې خبره خو دا ده چې هر څه برعکس وشول او موږ هر څه په ښه ډول پر مخ يووړل. تر اوسه پورې موږ د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه یو میلیون فرمایشونه تر لاسه کړي دي. خو اوس موږ د پانگونې په برخه کې ستونزې لرو، ځکه د هر واحد تولید لا ډیرو پیسو ته اړتیا لري.»

داسي ښايي چې د سې بیت تر نندارتون وروسته د ویسین له پاره حالات یو څه ښه شي. هغه لا وختي له څو کسانو سره لیدلي دي چې د ده له پروژې سره يې لیوالتیا ښوولې ده.

یوه بله ستونزه چې ډیر پانگوال ورسره مخامخ دي، د ناکامۍ ویره ده. په داسې حال کې چې یو شمیر پانگوال د ضرر له ویرې نووښتونو ته لاس نه ورته کوي، خو یو شمیر نورو بیا د دې ستونزي له پاره د حل لاري موندلي دي.

د بېلگې په توگه دCarzapp په نوم شرکت، د دې پرځای چې پخپله موټر رانیسې، له خصوصي سکتور څخه موټر په کرایه اخلي او په دې ترتیب سره یې د ډیر ضرر ویره له منځه وړې ده.