سویدني سندرغاړي د یوروویژن سیالۍ وگټله
۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبهد غه سیالۍ د یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲۰ میلیونه وګړو د تلویزیون لا لارې ولیدې. د یوروویژن د سندرو سیالۍ هر کال تر سره کیږي چې ډیر مینه وال لري.
سویدنۍ لاورین په دې سیالیو کې ۳۷۲ نمري وګټلې چې له روسۍ سندرغاړې څخه چې په دې سیالیو کې ئې دویم ځای خپل کړی، شاوخوا سل نمرې ډیرې وې.
د سیالیو کوربه هیواد اذربایجان، څلورم مقام خپل کړ او له سربیا څخه وروسته راغی. المان په دې سیالیو کې اتم ځای خپل کړل. د المان له خوا په یوروویژن کې رومان لوب ګډون کړی وو. المان تیر کال د دې سیالیو کوربه وو ځکه چې په ۲۰۱۰ کال کې الماني سندرغاړې لینا د دې سیالیو ګټونکې شوې وه. د بریتانیا ۷۶ کلن سندرغاړي انجل بیرد همپردینک، په دې سیالیو کې له اخره دویم ځای خپل کړ.
د سیالیو په وروستي دور کې ۲۶ سندرې اجرا شوې. دا سندرې د اذربایجان د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدې. دا تر اوسه پورې د اذربایجان له پاره تر ټولو لوی سیالۍ وې چې کوربتوب ئې ورته پر غاړه درلود. دې هیواد د یوروویژن سیالیو ته د باکو پر چمتو کولو باندې ۶۰ میلیونه ډالر مصرف کړي ول.
د دې سیالیو د لیدو له پاره شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان راغلي ول. د یوروویژن د سیالیو د قانون له مخې گټونکی هیواد به په راتلونکي کال کې د دغو سیالیو کوربه وي. په دې ترتیب سره نو سویدن د ۲۰۱۳ کال د یوروویژن د سیالیو کوربتوب پر غاړه لري.
آژانسونه/ مسعو جهش
کتونکی: سید ریاض