سور صلیب: په سوریه کې وضعه کورنۍ جگړۍ ته ورته ده
۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبهاعلان
د سره صلیب نړیوالۍ ټولنۍ اعلان کړی دئ چې په سوریه کې تاوتریخوالی دومره پراخه شوی دئ چې د یوې کورنۍ جگړې بڼه ئې غوره کړې ده. د دغه ټولنې ویاند حشام حسن ویلي دي چې سوریې اوس د غیر نړیوالې وسله والې جگړې ځای خپل کړی دئ چې په فني اصطلاح د کورنۍ جگړې په شرایطو پوره خیژي. د جینوا تر کنویشن لاندې د تبعیض پرته پر ملکي وگړو او صحي کارکوونکو باندې بریدونه، د لومړنیو ضرورتونو لکه اوبو او د بریښنا قطع کول د جنگي جرمونو په کتار کې شمیرل کیږي.