سوریه: هوایي برید په لسونو ملکي وگړي وژلي
۱۳۹۳ آذر ۵, چهارشنبه
د سوریې پر بشري حقونو د څار لندن میشته سازمان ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ دولتي ځواکونو په رقه ښار کې پر یوه مارکیټ باندي برید وکړ چې په پایله کې یې ډېر ملکي وگړي ووژل شول.
د فعالینو له خوا ثبت شوو ویدیوگانو د سړک پر غاړه په وینو لژنده پراته انسانان ښوولي دي. په ویډیو کې همداراز امبولانسونه هم ښوول کیږي چې د پیښې احتمالي ځای ته د تلو په حال کې دي. سیمه ییزو اوسیدونکو دغه برید د عام وژني په توگه غندلی دی.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمان، ویلي دي: «د ۶۳ وژل شویو کسانو په ډله کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وگړي شامل ول.» هغه زیاته کړې ده: «پر دې سربیره ۲۰ نا پیژندل شوي مړي هم موجود ول چې کیدای شي یا ملکیان وي او یا هم جهاديان. په سیمه کې د اوو کسانو داسې مړي هم موجود دي چې مخونه یې خراب شوي دي.»
اسلامي دولت په ۲۰۱۳ کال کې د رقه ښار کنترول په لاس کې ونیو. دغه ښار د ترکیې پولي ته نزدې پروت دی. په دې ښار کې د سوریې تر جگړې مخکې ۲۲۰۰۰۰ کسان اوسیدل خو اوس یې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله نفوذ له ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰۰۰ پوري رسیږي.
تر هغه وروسته چې رقه ښار د اسلامي دولت جنگیالیو لاس ته ولوید، دغي ډلي هغه کسان په نخښه کړل چې په رقه کې یې د بشار الاسد رژیم ړنگ کړی وو. اسلامي دولت د دغو کسانو له ډلې څخه یو شمیر ووژل، یو شمیر نور یې برمته کړل او یو شمیر نور یې بیا د ښار پریښودو ته اړ کړل.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د سوریې رژیم د سږکال په اوړي کې پر رقه باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ. د سپتمبر میاشتې پر شپږمه نیټه د رژیم یوه هوایي برید ۵۳ کسان ووژل چې لږ تر لږه ۳۱ ملکي وگړي پکې شامل وو.
د امریکا متحدو ایالاتو په مشري د اسلامي دولت ضد نړیوال ایتلاف هم پر رقه باندي هوایي بریدونو کړي دي خو د فعالانو په حواله سیمه ییز اوسیدونکي د رژیم له هوایي بریدونو ډیر ویره لري ځکه تر اوسه پوري په هغوی کې ډیرو ملکي وکړي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.