1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنوډن په اکوادور کي پنا غوښتې ده

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۳, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو استخباراتي کارپوه سنوډن چي له خپل هيواد څخه هانگ کانگ ته تښتېدلی وو، اوس مسکو ته رسېدلی دئ او غواړي چي له هغه ځايه اکوادور ته پنا يو سي.

https://p.dw.com/p/18ur2
A poster supporting Edward Snowden, a former contractor at the National Security Agency (NSA) who leaked revelations of U.S. electronic surveillance, is displayed at Hong Kong's financial Central district June 17, 2013. Snowden reportedly flew to Hong Kong on May 20. He checked out of a luxury hotel on June 10 and his whereabouts remain unknown. Snowden has said he intends to stay in Hong Kong to fight any potential U.S. moves to extradite him. REUTERS/Bobby Yip (CHINA - Tags: POLITICS CRIME LAW SCIENCE TECHNOLOGY)
China USA Internet Edward Snowden Plakat in Hongkongانځور: Reuters

د اکوادور د بهرنيو چارو وزير ريکاردو پاتينو، د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۲۳) د تويتر د ټولنيزي شبکې له لاري وويل، چي د استخباراتي معلوماتو د افشاکولو په خاطر د امريکا متحده ايالاتو له خوا تر تعقيب لاندي امريکايي وگړي ايدوارد سنوډن له دغه هيواد کي سياسي پنا غوښتې ده.

ويکيليکس انترنيټي پاڼي ليکلي ول، چي دغه ۳۰ کلن امریکايي وگړی اوس د جنوبي امريکا هيواد پر لور په سفر کي دئ.

د روسيې خبري آژنس ايتارتاس، تائيد کړې ده چي د مسکو د نړيوال هوايي ډگر له وياند څخه ئې داسي معلومات ترلاسه کړي دي، چي سنوډن د هوايي ډگر د ترانزيت په برخه کي دئ.

دغه ځوان امریکايي له هانگ کانگ څخه په ښکاره توگه مسکو ته سفر وکړ، که څه هم د امريکا متحده ايالاتونو له خوا د هغه پاسپورت بې اعتباره اعلان سوی وو.

هانگ کانگ د امريکا هغه خبري ته هم چندان پام نه وو کړی، چي ويل ئې دغه امريکايي وگړی بايد د استخباراتي معلوماتو د افشا کولو په خاطر ونيول سي.

د يوه امريکايي معلوماتي تيکنالوژۍ شرکت دغه کارکوونکي دوې اوونۍ مخکي په هانگ کانگ کي په لومړي وار پر انترنيت باندي د امریکا د استخباراتي شبکې پراخه جاسوسي افشا کړه، چي سخت نړيوال غبرگونونه ئې راوپارول.

سنوډن په امريکا کي د خپل کار پرمهال د دغه هيواد بې شماره استخباراتي معلوماتو ته لاس رسئ پيدا کړی وو.

د امريکا متحده ايالاتو، د استخباراتي معلوماتو د افشا کولو په خاطر له هانگ کانگ حکومت څخه د هغه د نیولو غوښتنه کړې وه، خو هغوی ويلي ول چي د سنوډن د نيولو له پاره امريکا قوي دلايل نه ول وړاندي کړي.

سنوډن له «South China Morning Post» سره په يوه مرکه کي ويلي ول، چي متحده ايالاتو د چين د ډيرو تليفوني اړيکو او په پيکين کي د Tsinghua پوهنتون د مهمو معلومات جاسوسي کړې ده.

د سنوډن خبرو ته په کتو سره د چين رسمي خبري آژانس د امريکا متحده ايالاتو دغه کړني د معلوماتي تکنالوژۍ په تاريخ کي «ستر خيانت» بللی دئ.

د جمعې په ورځ د بريتانيا د «گاردين» ورځپاڼي د سنوډن په حواله راپور ورکړ چي د بريتانيا استخباراتو(GCHQ) تر امریکا متحده ايالاتو لا ډير د ورځي تليفوني خبري اورېدلي. ويل کيږي، چي د فيس بوک او بريښنا لیکونو تر څنگ بريتانيا د ورځي ۶۰۰ ميليونه تليفوني اړيکي اورېدلې دي او شخصي معلومات به ئې تر ۳۰ ورځو پوري ساتل.