1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ته د ایران پر وړاندې پوځي اقدام لا ستونزمن شو

۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعه

د امریکا د سنا مجلس هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې به یې د دغه هیواد ولسمشر بې د کانګرس له تائیده د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام اجازه ونه لري. ترمپ له پخوا دا اقدام د ایران له پاره یو ډیر بد پيغام بللی وو.

https://p.dw.com/p/3XlFf
USA Präsident Trump
انځور: Imago-Images/UPI Photo/C. Kleponis

د امریکا د سنا مجلس سناتورانو د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۱۳ نیټه) د ۴۵ مخالفو رایو په مقابل کې له ۵۵ تائیدي رایو سره هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې پر اساس یې د ایران پر ضد د اقدام کولو په برخه کې د ولسمشر دونالد ترمپ واکونه محدودویږي.

د دې پریکړه لیک په اساس به د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د کانګرس له تائید پرته د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام اجازه ونه لري. د امریکا د اساسي قانون له مخې له دښمن هیواد سره د جګړې اعلانولو مسئولیت د دغه هیواد د کانګرس په غاړه دی.

نوې مصوبه به د دواړو مجلسونو تر تائید وروسته ولسمشر ته د لاسلیک له پاره نه استول کیږي، نو له همدې امله د امریکا د قوانینو په شان اجرایې صلاحیت نه لري.

ترمپ په سنا کې له رای ګیرۍ نه مخکې واضحه کړې وه چې دا ډول طرحه به ونه مني. نوموړي له سناتورانو غوښتي وو چې دې طرحې ته دې منفي رایه ورکړي او ولسمشر دې نه مجبوره کوي چې خپل د ویتو له حق څخه استفاده وکړي.

ترمپ د چهارشنبې ورځې په خپل یوه ټویټري پيغام کې د سنا په مجلس کې د داسې یوې طرحې تصویبیدل ایران ته د«یوه ډیر بد پيغام» استول بللي وو.

هغه ټینګار کړی وو چې په اوسنیو شرایطو کې د «ایران پر وړاندې د کمزورۍ ښودل تیروتنه ده.» ترمپ وویل: «په هغه ورځ چې زما واکونه محدود شي، د ایران له پاره به تر ټولو لویه ورځ وي.»

جمهوري غوښتونکي سناتور جیم اینهاف، چې د دې طرحې یو له مخالفينو څخه وو، د دغه هیواد پوځ ته د سلیماني د وژنې امر ورکول له خپل ځان څخه د دفاع په توګه ارزیابي کړ. هغه وویل: «له ایران سره جګړې ته اړتیا نشته. هوایي برید جنګ نه دی. د امریکایي اتباعو د وژنې په بدل کې د ایران مجازات کول جنګ نه دی.»

د دې په مقابل کې د دغې طرحې یو له جوړونکو څخه تیم کین، د قانون له حکمیت څخه ملاتړ د قدرت نښه وبلله او زیاته یې کړه : «زمونږ پيغام د قدرت نښه ده او په ځانګړې توګه د هغو خلکو له پاره چې په سړکونو کې مظاهرې کوي پيغام لري... ځکه هغوی هم د قانون د حاکمیت په لټه کې دي.»

د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس چې اکثریت پکې د دیموکراتانو دی، هم مخکې تر دې دغه پریکړه لیک تصویب کړی دی.

که څه هم د سنا مجلس اکثریت د جمهوریت غوښتونکو په لاس کې دی، خو دیموکراتان توانیدلي دي چې د اتو جمهوري غوښتونکو سناتورانو په جذبولو سره ۵۵ موافقې رایې ترلاسه کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ز