سمنگان: بمې چاودنۍ ۲۲ ټانکرونه له منځه وړي
۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبهد سمنگان د والي مرستیال غلام سخي بغلاني د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې نن سهار وختې دغه چاودنه شوې ده او تر هغې وروسته په ټانکر کې د اور لگیدو له امله نورو ټانکرونو هم اور اخیستی دئ. د هغه په وینا دغو ټانکرونو له گاونډي هیواد ازبکستان څخه د ناټو له پاره تیل راوړل او تیره شپه په سمنگانو کې ولاړ ول. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه:
«په لومړنۍ چاودنه کې اور لگید او دغه اور ۲۲ ټانکرونه وسوځول. د اور لگیدنې له امله درې تنه موټروانان هم ټپیان شوي دي.»
طالبانو د دغه پیښه پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې په دغه پیښه کې یو شمیر شخصي ساتونکي وژل شوي هم دي. د پاکستان له لوري د ناټو د اکمالاتي لارې تر بندیدو وروسته، ناټو د ازبکستان له لوري د خپلو تجیهزاتو په انتقال پیل وکړ.
د روانۍ میاشتې په سر کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن له پاکستان څخه د ۲۴ سرتیرو د وژل کیدو له امله بخښنه غوښتي وه چې په غبرگون کې پاکستان د ناټو پر وړاندې خپله اکمالاتي پوله پرانیستله.
د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د پاکستان ۲۴ سرتیري وژل شوي وو او تر هغه وروسته پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله تړلې وه. پر دې سربیره اسلام آباد په خپله خاوره کې د وسله والو یاغیانو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو غوښتنه هم کوي.
په افغانستان کې د ناټو ائتلافي ځواکونو آیساف ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې لومړني راپورونه ښيي چې د یوه ناڅاپي بمي چاودنۍ په ترڅ کې ۲۴ ټانکرونه له منځه تللي دي. هغه زیاته کړې ده چې په عاجله توگه هغه دا نه شي تائیدولای چې آیا دغه ټانکرونو د ناټو له پاره تیل راوړل. د هغه په خبره افغانستان ته یو ډیر شمیر شخصي سوداگر هم تیل راانتقالوي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم