1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلونو ترکيي پوځيانو آلمان کې پناه غوښتې

۱۳۹۶ مهر ۲۳, یکشنبه

د يوې آلمانۍ ورځپاڼې په حواله، په ترکيه کې د تيرکال ناکامې کودتا راوروسته، شاخوا ۶۰۰ لوړ پوړو ترکي افسرانو آلمان کې د پناه غوښتنې ورکړي دي. دا په ترکيه کې د مخ په ډيريدونکو ناامنيو د شتون ښکارندويي کوي.

https://p.dw.com/p/2lqu0
Türkei Ankara - Erdogan hält Rede
انځور: picture-alliance/AA/Turkish Presidency/Handout/Y. Bulbul

يوې آلمانۍ رسنيزې ډلې چې هغې کې د «برلينه مورګن پست» ورځپاڼه هم شامله ده، خبر ورکوي چې له ۶۰۰ څخه زياتو ترکي اتباعو په آلمان کې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړي دي. د رپوټ په حواله، په دغو افرادو کې ۲۵۰ تنه يې د ترکيې ديپلوماتيک پاسپورتونه او ۳۸۰ تنه نور يې د عامه څانګو کارکونکي دي.

«برلينه مورګن پست» ليکي چې دغه شمير يې د آلمان د کورنيو چارو وزارت د اسنادو پر اساس خپور کړی دی او زياتوي چې تيره مياشت د ۱۹۶ تنو هغو ترکانو چې ديپلوماتيک پاسپورتونه يې په لاس لرل، د پناه غوښتنې منل شوې دي. په دغه شمير کې د ناټو په ځواکونو کې د ترکيي کارکونکو په ګډون د ترکيې د پوځ غړي هم شامل دي.

په قضايي نظام کې د ازادۍ د نشتون خطر

د انقرې او برلين ترمنځ سنتي ښې اړيکې هغه وخت مخ په خرابيدو شوې چې کله آلمان ترکيې ته د ترکي پناه غوښتونکو سپارل رد کړل. دغه راز په ترکيه کې د آلماني خبريالانو په ګډون د لسونو آلماني اتباعو محکمه کیدل هم د آلمان د غوصې د پاريدو سبب واقع شو.

«برلينه مورګن پست» د آلمان د قضاتو د ټولنې د مدير سيون ربهن په حواله ليکي چې قضايي نظام د اردوغان پر کړنو د کنترول ډيره لږ آزادي لري. ربهن ويلي دي: « په زرونو قاضيان او مدافع وکيلان له دندو ګوښه شوي دي. ځينې يې تر نظارت لاندې قرار لري. د هغو پر ځاي د دولت ملاتړ لرونکي قاضيان پر دندو ګمارل شوي دي».سيون ربهن دغه راز زياتوي: « په ترکيه کې د اساسي قانون پر اساس د اردوغان رژيم پر وړاندې د يو خپلواک قضايی نظام لخوا د يو موثر کنترول شتون، له تصور څخه لرې خبره ده. داسې بيره شتون لري چې د ترکيې ولسمشر غواړي پرته له هيڅ ډول کتنې د ترکيې مدني ټولنه منحله کړي».

اردوګان: اروپايي اتحاديې بايد تصميم ونيسي

رجب طيب اروغان د جمعې په ورځ خپل ګوند « عدالت او پراختيا» ته د وينا پر مهال د دې غوښتونکی شو چې اروپايي اتحاديه بايد د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې په دغې اتحاديه کې د انقرې د غړيتوب په اړه خپل تصميم ونيسي. اردوغان وويل: « هغوي له مودو مودو راهيسې مونږ په انتظار کې اچولي يو، خو مونږ له زغم څخه کار اخيستلی دی. موږ به بلاخره بريالي کيږو او تاسو يې چې بايد ميدان پريږدۍ».

په آلمان کې شاوخوا درې ميليونه ترکان ژوند کوي او ترکيه د آلمان له پاره د سوداګرۍ يو لوی شريک او دغه راز د توریزم په برخه کې د آلماني سيلانيانو له پاره يو مقصد دی.

Bildcombo Yücel Tolu Steudtner
په ترکيه کي زنداني کسان: آلمانی خبريال يوچل (کيڼ اړخ)، طلوع (منځ)، مدافع وکيل شتويتنر (ښه اړخ)انځور: picture-alliance/dap/Zentralbild/K. Schindler/privat/TurkeyRelease Germany