1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

سلمان خان په محکمه کي مجرم وبلل سو

۱۳۹۷ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د هند يوې محکمې د دغه هيواد فلمي ستوری سلمان خان مجرم بللی دی. پر نوموړي تور ؤ چي ۱۹ کاله تر مخه يې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ غرڅنۍ په ناقانونه توګه ښکار کړي وې. هغه اوس د بند د سزا له ګواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/2vW4Z
Indischer Filmschauspieler Salman Khan
انځور: DW/S. Zain

پر فلمي ستوري سلمان خان تور ؤ چي ۱۹ کاله تر مخه يې د غرڅنيو له يو داسي نسل څخه چي د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی، دوه حيوانه وژلي ول. د غرڅنيو دغه نسل د هند د ځنګلي ژوند ساتنې د قوانينو له مخي خوندي دی او ښکار کول يې منع او له قانون څخه سرغړونه ده. د تور له مخي سلمان خان دغه ممنوعه ښکار د ۱۹۹۸م کال د اکتوبر مياشتي پر لومړۍ نېټه، نيمه شپه و راجستان سيمي ته نژدې په جودپور کي کړی ؤ.

د جودپور محکمې سلمان خان پړ بللی او هغه يې «عادتي تېری کوونکی» بللی دی. د سلمان خان تر څنګ پر ۶ نورو کسانو هم دغه تور لګول سوی ؤ چي پکښي څلور ايکټران شامل ول. خو دغه شپږ تورن کسانو ته د محکمې له خوا برأت ورکړل سوی دی. دا معلومات څارنوال ماهيپال بيشوني ورکړي دي. پر سلمان خان په تېر وختونو کي په راجستان کي د غرڅنيو د ناقانونه ښکار دوه نور تورونه هم لګول سوي ول چي وروسته يې برأت اخيستی ؤ.

پر سلمان خان پر ياد تور سربيره د ناقانونه وسلې ګرځولو تور هم لګول سوی ؤ. خو په دغه قضيه کي د ثبوتونو د کمښت له کبله محکمې هغه ته برأت ورکړی دی. له هغه وروسته چي د جودپور محکمې سلمان خان مجرم بللی دغه محکمه به اوس د دې له پاره ادامه ولري چي سلمان خان ته سزا وټاکي.

سلمان خان ته د ۳ او ۷ کالونو تر منځ سزا ورکول کيدلای سي. خو قانون پوهان وايي چي که پر نوموړي تر ۳ کالو کم د بند سزا راووتله نو ښايي سلمان خان به په ضمانت آزاد وګرځي.

سلمان خان چي ډېر مغرور بلل کيږي په ځينو لانجو او رسوايانو کي ښکېل بلل سوی. په ۲۰۱۶م کال کي نوموړي ته محکمې د قيد له سزا څخه برأت ورکړ. پر هغه باندي تور ؤ چي په ۲۰۰۲م کال يې د نشې په حالت کې يو بې کوره سړی په موټر وهلی ؤ.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: