سعودي له آلمانه زغروال ټانکونه پيري
۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبهبکسر په نړۍ کي يو له مدرنه زغروالو ټانکونو څخه دئ او آلمان اوس په افغانستان کي د خپلو ځواکونو په لېږد کي کار ځني اخلي، ځکه چي دغه زرغوال ټانک چاين نه، بلکي ټيرونه لري او په خامه او ډمبر دواړو گړندی رفتار کولای سي، چي د خلکو د پاڅونو په ټکولو کي هم کار ځني اخيستل کيدای سي.
لکه څرنگه چي آلمانۍ مجله دېرشپيگل ليکي، د سعودي عربستان ملي گارد غواړي، چي د نړۍ په مدرنه وسلو باندي سمبال سي.
د مجلې په راپور کي راغلي دي، چي د آلمان د امنيت شورا له خوا د سعودي عربستان دغه غوښتنه د دې هيواد لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل او نورو وزيرانو ته وړاندي سوې ده، خو په دې اړه پريکړه راتلونکي کال ته ځنډېدلې ده.
دا په داسي حال کي ده چي دغي شورا اسرائيلو ته د ټانک ضد توغندی د ورکولو پريکړه کړې ده او دغه راز يې دغه هيواد ته هغه مرمۍ هم منلي دي چي تر مځکي لاندي زيرمي د له منځه وړلو له پاره ځني کار اخيستل کيږي. دغه غوښته په دوبي کي ځنډول سوې وه.
د شپيگل د راپور له مخي د آلمان حکومت پر اسرائيلو باندي د هغو وسلو د پلورلو خبره منلې ده، چي په غزې تراډه کي د حماس پرضد کارول کيږي.
د آلمان حکومت د شپېگل د راپور په اړه تر اوسه پوري څه نه دئ ويلي. د آلمان د بهرنيو چارو پخوانی وزير هانس ديتريښ گينشر د آلمان پر دغه سياست باندي چي هر څه په ورين تندي مني نيوکي کړي دي.
هغه ويلي دي: «د آلمان هغه سياست چي په دغسي مسايلو کي ئې ځان پرشا کاوه ښه وو، نه دا چی اوس هرڅه په ورين تندي مني.»
پروسږ کال د آلمان حکومت د ۵،۴ ميليارده يورو په اندازه د وسلو صادرات منلي ول، چي دا د تيرکال په پرتله يو پراوومه برخه ډير ول، چي له دې څخه ۴۲ سلنه يې د دريمي نړۍ هيوادونو ته صادر سوي دي.
دغه وسلې پر داسي هيوادونو باندي هم پلورل سوي دي، چي هلته بشري حقونو ته لږ پاملرنه کيږي. د ۲۰۱۲ کال د صادراتو په اړه تراوسه شمېرې نه دي روښانه سوي.
دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم