1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان له ايران سره د کړکیچ حل غواړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره د سولې پر ارادې ټینګار کړی دی. پاچا سلمان په مکه کې یوه غونډه هم رابللې ده. د عربستان پر کښتۍ او پایپ لاین باندې شوو بریدونو ښایي ریاض هم د وضعیت جدي والي ته متوجه کړی وي.

https://p.dw.com/p/3IjOd
Saudi-Arabien König Salman
انځور: Getty Images/D. Kitwood

له ایران سره د کړکیچ په ترڅ کې سعودي عربستان روښانه کړې ده چې په سیمه کې د یوې جګړې مخنیوی غواړي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي دي چې ریاض «هیڅ کومه جګړه نه غواړي، نه د جګړې په لټه کې دی او د هغې د مخنیوي له پاره به ټول ممکنه چارې تر سره کړي.» خو هغه په عین وخت کې ویلي دي چې هیواد یې په «ټول شدت او هوډ» سره غبرګون ښوولو ته چمتو دی. د الجبیر په خبره اوس توپ په اصطلاح د تهران لوري مخې ته پروت دی.

د خلیج د همکاریو شورا او عربي لیګ

د سعودي عربستان پاچا سلمان، د خلیجي او عربي هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران د یوې بیړنۍ غونډې له پاره رابللي دي. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس اس پي اې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي دي چې پاچا سلمان د خلیج د همکاریو شورا او عربي لیګ مشران د مې میاشتې په ۳۰مه نیټه په مکه کې یوې غونډې ته رابللي دي. زیاته شوې ده چې په دغه غونډه کې به «د تیریو او په سیمې کې د هغې پر تاثیراتو باندې خبرې وشي.»

د خلیج د همکاریو شورا د سعودي عربستان تر نفوذ لاندې ده چې شپږ هیوادونه یې غړي دي چې پر نورو سربیره بحرین او کویت هم پکې شامل دی. په عربي لیګ کې بیا تر ۲۰ زیات هیوادونه غړیتوب لري.

Saudi-Arabien Außenminister Adel al-Dschubeir
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیرانځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

په سعودي عربستان کې د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د تیلو پر یوه مهم پایپ لاین باندې د ډرون یا بې پيلوټه الوتکې په واسطه برید وشو. سعودي عربستان د دې برید له پاره خپل اصلي دښمن ایران مسوول وباله. د عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح، له یوه ترهګریر برید او یو ځل بیا په نړیواله کچه د تیلو لیږلو امنیت تر پوښتنې لاندې راوستو د هڅې څخه یادونه وکړه. د دغو بریدونو مسوولیت په یمن کې حوثي یاغیانو پر غاړه واخیست چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي.

څو ورځې تر مخه سعودي عربستان د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ د مخ پر زیاتیدونکې ترینګلتیا په ترڅ کې د خپلو دوو داخلي تیل ليږدونکو کښتیو پر وړاندې د ورانکارۍ له اقداماتو څخه خبر ورکړ. دغه ټانکرونه د متحده عربي آماراتو په اوبو کې وو. همداشان د متحده عربي آماراتو او ناورې دوې کښتۍ د دغه بریدونو هدف وې.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په سیمه کې ترینګلتیا لا ترمخه زور اخیستی دی. متحده ایالات تیر کال په یو اړخیزه توګه له ایران سره د شوي اتومي تړون څخه ووتل. تهران تیره اوونۍ د واشنګټن د دغه ګام د پورته کیدو یو کال وروسته له خپل اړخه اعلان وکړ چې د دغه تړون خاصو شرطونو ته خپله ژمنتیا کموي او په ۶۰ ورځو کې یې د نورو ګامونو ګواښ هم وکړ. واشنګټن پر ایران باندې خپل بندیزونه سخت کړي دي او د ایران له لوري یې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د یوه برید د نښو نښانو په دلیل سیمې ته جنګي بیړۍ او بم غورځونکي الوتکې استولي دي.

sti/ehl sr/ns (afp, dpa, rtr)

زموږ له آرشیف څخه: