سعودي عربستان د يمن د کورنيو چارو وزارت بمبار کړ
۱۳۹۴ شهریور ۲۸, شنبهد سعودي عربستان جنگي الوتکو د شنبې په ورځ په صنعا کي د يمن د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ باندي هوايي يرغل کړی دئ.
رويترز خبري آژانس د عيني شاهدانو په حواله وايي چي د سعودي عربستان جنگي الوتکو د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ سربيره په سيمه کي نوري ودانۍ او هستوگنځايونه هم بمبار کړي دي.
د بمبار سوو سيمو اوسېدونکو ويلي دي چي په ډېر لږ وخت کي لس هوايي يرغلونه سوي دي.
پر يمن باندي په دغو نوو هوايي بمباريو کي د دغه هیواد د جمهوري رياست ځني برخي هم ويشتل سوي دي. د عیني شاهدانو په حواله په دغو بمباريو کي د يمن د مخکني ولسمشر علی عبدالله صالح د گوند ودانۍ يوه برخه هم ويجاړه سوې ده.
په دغو هوايي بمباريو کي د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري معلومات نه سته. په عيني وخت کي په صعده ولايت کي د وسله والو جگړو پرمهال ۳۰ کسان وژل سوي دي.
د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف کوښښ کوي چي د يمن ليري سوی جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي بيرته واک ته ورسوي. دغه ائتلاف په وروستیو څو اونيو کي د پلازمېني صنعا پر لور پرمختگ کړی دئ. صنعا د حوثي ياغيانو په کنترول کي دئ.
د ائتلاف پلی ځواک په روانه اوونۍ کي په دې وتوانېد چي مرکزي ولايت مئرب ونيسي. دغي بريا ائتلافي ځواک ته د پلازمېني پر لور د پرمختگ امکان ډېر کړ.