سعودي د يمن په جګړه کي له اجيرو عسکرو کار اخلي
۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبهاعلان
د «شپيگل انلاین» په نوم آلمانۍ انټرنټ پاڼې د جمعې ورځي (د نوامبر ۱۳مه نېټه) د رپوټ پر بنسټ، سعودي عربستان د عربي هیوادونو د پوځي ائتلاف په چوکاټ کې د سرتیرو یو کنډک د یمن بندري ښار عدن ته استولی دی. د دغو عملیاتو موخه د یمن له عدن، صنا او تعز لویو ښارونو څخه د حوثي یاغیانو ویستل دي.
دغې انټرنټ پاڼې لیکلي دي چې د سوډان پوځ د کلونو راهیسې د دغه هیواد د دیکتاتور عمر البشیر په مشرۍ د سودان په لویدیځ دارفور کې په چور و چپاول، قتل، نسل وژنې او جنسي تیري په پيښو کې لاس درلود. یادې انټرنټ پاڼې وړاندې لیکلي دي چې د یمن کورنۍ جگړې د پای ته رسولو په موخه د «سوله ساتي پوځ» په نامه د دغو سرتیرو استول د نړیوالو اصولو خلاف کار دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو د احکامو پر بنسټ عمر البشیر په خپله، په سوډان کې د جنگي جنایت، د بشریت پر وړاندی جنایت او نسل وژنې په تور تر تعقیب لاندی دی.
د عمر البشیر د نیولو له پاره پر سویلي افریقا فشار
کله چې د ۲۰۱۰ کال په جون میاشت کې عمر البشیر سویلي افریقا ته د افریقایې هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د گډون له پاره ورغلې وو، د بخښنې نړیوال سازمان رهبرۍ، د صادر شوي حکم پر اساس د دغه هیواد له مسئولینو څخه وغوښتل چې بشير ونیسي او په هالنډ کې نړیوالې محکمې ته دې وسپاري. خو د سویلي افریقا حکومت د ملگرو ملتونو سازمان او اروپایې اتحادیې له خوا د نړیوالو فشارونو سربیره دغه غوښتنه ونه منله.
د پوځي خدمت په بدل کې مزد
د شپيگل انلاین د رپوټ پر بنسټ، سعودي عربستان د عربي ائتلاف هیوادونو پوځي خدمات د چک او یا نقدو پيسو په بدل کې رانیسي. یمن ته د سوډاني واحدونو تر استول کیدو یوه ورځ وروسته د سوډان د اقتصاد وزیر اعلان وکړ چې ریاض په خرطوم کې د دغه هیواد د مرکزي بانک حساب ته یو میلیارده ډالره استولي دي.
دغه مالي مرسته د سوډان رژیم له پاره چې د لویدیځو هیوادونو له بندیزونو سره مخامخ دی ډیر ارزښت لري. ویل شوي دي چې قطر هم د عربي هیوادونو په پوځي ائتلاف کې د خدمت له امله په همدې کچه د پيسو غوښتنه کړې.
په عین وخت کې په بوگوتا کې د کلمبیا دولتي راډیو خبر ورکړی دی چې د روان کال د اکتوبر میاشتې راهیسې سعودي عربستان د دغه هیواد ۸۰۰ پخواني سرتیري په اونۍ کې د ۱۰۰۰ ډالره مزد په بدل کې، په یمن کې د حوثي ځواکونو سره د مقابلې له پاره گمارلي دي.
ویل کیږي سنیگال چې په دغه ائتلاف کې یوازنی غیر عربي هیواد دی، وروسته تر دې چې سعودي عربستان په دغه لویدیځ افریقایې هیواد کې د پراخې پانگونې او ډیرو اقتصادي همکاریو ژمنه وکړه، خپل پوځي واحدونه یمن ته استولي دي.

اعلان