1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سریبرنیتسا د ناکامۍ «سمبول» دی

۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبه

د سریبرنیتسا د عام وژنې د شلمې کلیزي په مناسبت د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي اعلان کړه. گاوک وویل چې «د سریبرنیتسا پيښه تر دویمې نړیوالې جگړی وروسته تر ټولو ناوړه جنگي جنایت دی».

https://p.dw.com/p/1FxCB
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/Marko Drobnjakovic

د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک، د سریبرنیتسا د ښاروال په نامه لیکل شوي یو لیک کې ویلي دي: «زه د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره د خواښوږي احساس کوم.» د گاوک په خبره دغه جنایت باید له یاده ونه ایستل شي. هغه ویلي دي: «جنایت ته باید جنایت یا نسل وژنه وویل شي.»

د آلمان ولسمشر همدارنگه وویل چې د دغه جنایت د یادون ځای هم د نړیوالې ټولنۍ د ناکامۍ په یو سمبول بدل شوی دی. هغه زیاته کړې ده: «یوازی په ډیرې پښیمانۍ سره کولی شو دغه مساله په یاد کړو چې موږ تاسې یوازی پریښودلئ. سره له دې چې د سریبرنیتسا ښار د ملگرو ملتونو تر حفاظت لاندی ساحې پورې تړاو درلود، نړیوالې ټولنۍ د سریبرنیتسا حفاظت ونه کړ.»

ټپونه تر اوسه پوری نه دي رغیدلي

د گاوک په لیک کې دې ټکي ته هم اشاره شوې ده چې «سریبرنیتسا دری تیاره کلونه د صربي واحدونو په محاصره کې تیر کړې دي. دغه ښار د ولږې، سختې یخنۍ او د بمونو او مرمیو له گواښ سره مخامخ وو خو د سریبرنیتسا تر ټولو تیارې ورځې هغه وې چې د ۱۹۹۵ کال د جولای میاشتې په پيل کې د جنرال ملادیچ ځواکونو پر دې ښار باندې برید وکړ».

په سریبرنیتسا کې د شنبې په ورځ (د جولای ۱۱مه نیټه) د ۲۰ کلونو پخواعام وژنې د یادون مراسم لمانځل کیږي.
په سریبرنیتسا کې د شنبې په ورځ (د جولای ۱۱مه نیټه) د ۲۰ کلونو پخواعام وژنې د یادون مراسم لمانځل کیږي.انځور: Reuters/A. Bronic

د آلمان ولسمشر ویلي دي چې حتی د شلو کلونو په تیریدو سره هم دغه ټپونه نه دي رغیدلي او د دغو پيښو عاملین تر اوسه پوري نه دي محاکمه شوي. گاوک یادونه کړې: «تر هغه وخت پوری چې عاملان او قربانیان په بهر کې یو له بل سره نه وي مخامخ شوي، تر هغه وخته پورې چې دغه جنایات نه وي مجازات شوې نو دغه خفگان به په ذهنونو کې پاتې وي.»

په سریبرنیتسا کې د شنبې په ورځ (د جولای ۱۱مه نیټه) د ۲۰ کلونو پخواعام وژنې د یادون مراسم لمانځل کیږي. تمه کیږي چې د حکومتونو او دولتونو د مشرانو په گډون شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو په دغو مراسمو کې گډون وکړي. د صربستان لومړی وزیر الکساندر فوچیچ هم د پخلاینې د نښې په توگه په دغو مراسمو کې گډون کړی وو.

د « نسل وژنې» اصطلاح پر سر بحث

د ۱۹۹۵ کال په جولای میاشت کې صربي ځواکونو ۸۰۰۰ مسلمان نارینه چې په هغو کې کم عمره هلکان او سړي شامل ول ووژل. دغه عام وژنه چې د ۱۹۹۵ کال د جولای میاشتې په ۱۱ نیټه پیل شوه د نړیوالې محکمې او د پخواني یوگسلاویا پورې اړوند د جنگي جرمونو نړیوالې محکمې له خوا «نسل وژنه» وبلل شوه.

صربستان او روسیې دغه اصطلاح د صربستان د خلکو د «یو جانبه بد نامه کولو» په عنوان رد کړې او د دې په ځای یې د انفرادي جنایت خبره کړي. روسیه چې د ملگرو ملتونو سازمان د امنیت په شورای کې د ویتو حق لري، د چهارشنبې په ورځ یې د سریبرنیتسا په اړه د بریتانیې د یو پریکړه لیک د مسودې مخه ونیوله.

په دې مسوده کې هم د « نسل وژنې» له اصطلاح څخه کار اخیستل شوی وو. روسیې ویلي دي چې له دې مسودې سره او همدارنگه د صربیانو یو جانبه گرم بلل، د بالقان په حوزه کې روغه جوړه نور هم پسې ستونزمنه کوي.

د سریبرنیتسا دعام وژنې په ترڅ کې تر اوسه پورې د ۶۲۴۱ قربانیانو هویت معلوم شوی او بیا وروسته د دغو پيښو د یادون په سیمو کې خاورو ته سپارل شوې دي. ۲۳۰ نور یې بیا په نورو هدیرو کې ښخ دي.