سرکوزې او اولاند تلویزیوني انتخاباتي مناظره وکړه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبهاعلان
په فرانسې کې د جمهوري ریاست له پاره تر ټاکنو څلور ورځې مخکې اوسني جمهور رئیس نیکولا سرکوزي، او د سوسیال ګوند فرانچز اولاند، هڅه وکړه چی د تلویزیون
له لارې خپله انتخاباتي مبارزه پر مخ بوځي.
هغوی په دې لړ کې یوه درې ساعته تلویزیوني بحث وکړ. په دې بحث کې د اقتصاد او یورو د بحران په هکله خبرې وشوې. د دواړو نوماندانو تر منځ یوه موضوع لانجه منه وه، او هغه دا چی المان څرنگه کیدای شي چې د اصلاحاتو په برخه کې د فرانسې له پاره یو مثال وګرځي. د نظر پوښتنو له مخې د مې د میاشتې د شپږمې نیټې تر ټاکنو مخکې اولاند تر سرکوزي ډېر مخته دئ.