سره صلیب په پاکستان کې خپل فعالیتونه محدود کړل
۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبهاعلان
سره صلیب د سه شنبې په ورځ وویل چې په پاکستان کې خپلې ډیری پروژې د امنیتي لاملونو له کبله ځنډوي. دې سازمان تر هغه وروسته دغه پریکړه وکړه چې په دې هیواد کې د روان کال په اپریل میاشت کې د دې سازمان د یوه بریتانیايي ډاکتر سر پرې کړل شو. د دې پېښې پړه پر طالبانو باندې اچول شوې وه.
سره صلیت لا وختي د پاکستان د څلورو ولایتونو له ډلې څخه په دریو کې خپلې پروژې ځنډولې دي. دې سازمان ویلي دي چې په پاکستان کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي خو په لږه کچه.