سبا د نويو نازيانو محاکمه پيليږي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبهچېپه د نويو نازيانو د درې کسيزي ترهګري ډلي د يوازنۍ ژوندۍ پاته شوي غړې په توګه د لسو کډوالو د قتل په تور محاکمه کيږي. دغه قتلونه د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۷ کال په منځ کې تر سره شوي دي.
دا په آلمان کې د ترهګرۍ په برخه کې يوه تر ټولو پراخه محاکمه ده چې په ټوله نړۍ کې ورته لېوالتيا ښودل شوې ده. خو سره له دې هم بهرنيو رسنيو ته په لومړي سر کي د محکمې په تالار کې چوکۍ ورنه کړل شوې. يوازې۵۰ هغو ژورناليستانو چې ځانونه يې سمدلاسه راجستر کړي ول، چوکۍ ترلاسه کړې.
په دې ترڅ کې ترکي رسنيو ته کومه چوکۍ ورنه کړل شوه، په داسې حال کې چې هغوی له دغي محاکمې سره ډېره زياته علاقه لري. دا له دې کبله چې اته وژل شوي کسان ترکي الاصله ول. ويل کيږي چې محکمې په کافي ډول د ترکانو لېوالتيا په نظر کې نه وه نيولې او له دغې حساسې موضوع سره يې سم چلند نه دی کړی.
دغه خبره د آلمان د سترې محکمې پخوانی مرستيال مشر، وينفريد هاسېمر له دويچه ويله سره په خبرو کې کوي. دی وايي :«داسې يوه قضيه په محکمه کې هره ورځ نه مطرح کيږي.»
د «صباح» په نوم ترکي ورځپاڼي د آلمان د سترې محکمې پر ضد دعوه وکړه. غوښتنه يې دا وه چې يو شمېر چوکۍ دې خارجي، په تېره بيا ترکي رسنيو ته ورکړل شي.
ورځپاڼې دعوه وګټله چې له کبله یې بايد د رسنيزو چوکيو وېش له سره تر سره شوی وای. د محاکمې د شروع کېدو څخه څو ورځې مخکې محکمې فيصله وکړه چې د چوکيو وېش بايد دا ځل د پچې اچونې له لارې تر سره شي. له دې کبله محاکمه درې اوونۍ وځنډوله شوه.
د پچي اچوني له لاري د چوکيو وېش يوه بله ستونزه هم وه. مطبوعات پر مختلفو ډلو او کتګوريو ووېشل شول. د ۵۰ چوکيو پر سر۳۰۰ کسانو عريضه کړې وه. خو په دغه پچه اچونه کې يوه بله غلطي هم رامنځ ته شوه. داسې يو ژورناليست بريالی راووت چې خپله عريضه يې بېرته اخيستې وه.
يو څو ورځې وروسته دغه چوکۍ يو بل چا ته ورکړل شوه. سياستپوه فونکه وايي چې دغسې ستونزي کله کله رامنځ ته کيږي او بايد ډېر ارزښت ورنه کړل شي.
«دا خپلسرۍ، بې حسه روحيه، او ميرزا قلمي ده، چې يو طرف يې نه پوهيږي چې بل اړخ څه کوي. دغسې يو څه هم پېښيږي.»