سان سوچي : وروستۍ ټاکنې به هم شفافې نه وې
۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعهاعلان
د میانمار د اپوزیسیون مشرې اونګ سان سوچي په دغه هیواد کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ په ترسره کیدونکو ټاکنو کې له ممکنه درغلیو څخه اخطار ورکړی دئ.
په رنګون کې خبریالانو سره په خبرو اترو کې نوموړې وویل چې د تیرو میاشتو په ټاکنو کې د ګډوډیو وروسته سړی د شفافو او عادلانه ټاکنو انتظار نه شي کولای.
د سان سوچي د این ایل ډي ګوند په انتخاباتي کمپاین کې له ډیر گډوډیو څخه شکایتونه کړي دي. د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې سان سو چي د پارلمان د پاتې ۴۵ څوکیو د خپلولو له پاره ځان کاندید کړی دئ.