1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سالارزی: ډیر ژر به په کابینه کې د پرمختگ شاهدان اوسو

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د ملي یووالي د حکومت په هوکړه لیک کې د ځینو کلماتو نه وضاحت، د وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو د نومولو په هکله بحثونه راپورته کړي دي. خو حکومت وایي چې د کابینې د جوړولو په برخه کې کومه ستونزه نه شته.

https://p.dw.com/p/1DlJy
انځور: picture-alliance/AA

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، ویلي دي چې د نوې کابینې په معرفي کولو کې کومه عجله نه لري او هڅه کیږي چې د ملي یووالي د حکومت د کابینې په راس کې متخصص او مسلکي کسان ځای ونیسي.

د ملي یووالی د حکومت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پر دې ټینگار کړی دی چې په ټاکنیز کمپاین کې پر شوو ژمنو به عمل وکړي. اجرائیه رئیس ویلي دي چې د نوي کابینې په جوړولو کې باید د ملي یووالي د حکومت هوکړه لیک په پام کې ونیول شي.

په دې وروستیو وختونو کې د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور په یوه وینا کې ویلي دي، په هغه صورت کې چې د نوې کابینې د جوړولو پر وخت د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په اړه شوی هوکړه لیک په نظر کې و نه نیول شي نو د دغه حکومت عمر به اوږد نه وي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۱مه) له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د کابینې د جوړولو پر سر کوم اختلاف موجود نه دی. د هغه په وینا اصلي بحث پر دې موضوع دی چې وزارتونه کوم خدمات وړاندې کړي: «د کابینې پر سر بحثونه ادامه لري. انشاالله په نزدې راتلونکې کې به په دغه برخه کې د پرمختگونو شاهد واوسو. اساسا بحث د وزارتونو د تعریف پر سر دی، چې څرنگه خدمات د افغانستان خلکو ته وړاندې کولای شي.»

د جمهوري ریاست ویاند په خپلو خبرو کې وویل چې د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک پر سر بحث نه شته، ځکه چې په وینا یې په ټوله کې د ملي یووالي حکومت په هڅه کې دی چې په حکومت کې هر اړخیز اصلاحات رامنځ ته کړي.

په اوسني وخت کې د ولسمشر او اجرائیه ریئس له لوري دوه ټیمونه د یوه کمېسیون په چوکاټ کې د نوې کابینې پر سر کار کوي. په دغه کمېسیون کې سرچیني وایي چې د ملي یووالي د حکومت د هوکړې پر اساس د امنیتي او اقتصادي سکتور وزراتونه په مساوي ډول ویشل کیږي. خو نور دولتي مقامات به په «برابر ډول» وویشل شي.

د افغانستان د ولسي جرگې غړې فوزیه کوفي چې د کابینې بحثونه تعقیبوي وایي چې اصلي ستونزه د ملي یووالي د حکومت په هوکړه لیک کې د «برابر ډول» د کلمې پر سره ده: «د اقصتادي او امنیتي وزارتونو کلیدي پوستونه په مساوي ډول تقسمیږي او نور پوستونه، وزارتونه او جگپوړي مقامات په برابر ډول تقسمیږي. سړی کولای شي ۴۹ یا ۵۱ سلنه یې وبولي. اوس اصلي ستونزه پر همدغه ټکي دي چې څرنگه ویش وشي.»

په عین وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د نوې کابینې د غوراوي کمېسیون، د کابینې په هکله خپل نظرونه او د بحثونو نتایج ولسمشر او اجرائیه رئیس ته وړاندې کړي دي. د سیاسي چارو کارپوه محمد ناطقي چې د کابینې د جوړیدو بحثونه تعقیبوي وایي: «گډو ټیمونو له یو بل سره خبري کړي او د کابینې په هکله یې خپل نظرونه راټول کړي دي.»

د ښاغلي ناطقي د څرگندونو له مخې دواړو ټیمونو راټول کړي نظرونه، ولسمشر او اجرائیه رئیس ته وړاندې کړي دي تر څو هغوی یې په هکله پریکړه وکړي.

په عین وخت کې داسې اندیښنې موجودې دي چې د وزارتونو اړونده چارې په سم ډول پر مخ نه ځي او دولتي ادارو ته مراجعه کوونکي له ستونزو سره لاس او گریوان دي. په اوسني وخت کې د پخواني حکومت وزیران، د سرپرستو وزیرانو په توگه کار کوي.

په دې هکله میرمن کوفي وایي: «له بده مرغې د بودجې د نه شتون له کبله او دا چې مقررۍ او تبدیلیانې بندې دي، د ژمي په موسم کې زیاتره وزارتونه چې مرستو ته اړتیا لري ډیر شمیر پروژې یې درولي دي.»

د پارلمان استازي وایي چې د حکومتدارۍ کارونه کابو دریدلي دي او په وینا یې اصلي زیان یې د افغانستان خلکو ته اوړي. یوه انديښنه دا ده چې د ملي یووالي حکومت ښایي د کابینې د جوړولو پر سر له ستونزې سره مخامخ شي، خو حکومتي چارواکي وایي چې په دې برخه کې هیڅ کومه انديښنه نه شته او د کابیني په معرفي کولو کې د ځنډ اصلي دلیل، د وزارتونو په راس کې د مسلکي کسانو گمارل دي.