سارکوزي خپله کابينه چمتو او معرفي کړه
۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۸, جمعهاعلان
د کابينې دويم مرستيال د فرانسې پخوانی لومړی وزير الېن ژوپې دی، چې په راتلونکي کې د چاپيريال ساتنې او پرمختگ د وزارت دنده ورپه غاړه ده. سوسياليست بېرنارد کوچنر د بهرنيو چارو وزير او د ليبرال گوند غړی هېروې مور د دفاع وزير مقرر شوي دي. په لومړي ځل يو نوی وزارت د کډوالو او ملي هويت په نامه رامنځ ته شوی دی چې د هغه مشري د سارکوزي نژدې سياسي ملگري بريس هورفه فوې ته ورسپارل شوې ده. د فرانسې نوې کابينه اته وزيران او اوه وزيرانې لري، له يادو شويو دوو نفرو په غير ټول محافظه کار گوند پورې اړه لري.