1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سارس څه ډول ناروغي ده؟

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

په چين کې خپره شوې د سږو ناروغي ښايي د سارس ويروس وي. دا د کورونا ويروس په ډلې پورې تړاو لري. خو سارس څه ډول يوه ناروغي ده؟ دلته یې په اړه يو څو پوښتنې ځواب شوي.

https://p.dw.com/p/3WCCY
China Guangzhou | Sicherheitsvorkehrungen vor Behandlung von mit SARS infizierten Patienten
انځور: picture-alliance/dpa/imaginechina/Y. Sheng

د برلين څخه د ويروس پيژندونکي کرستيان دروستن په حواله په چين کې له څو اونيو راهيسې د خپرې ناروغۍ عامل د سارس ويروس ته ورته دی. سارس ويروس په ۲۰۰۲م کال کې د وبا شکل خپل کړی وو او د نړۍ په يو شيمر سيمو کې خپره شوې وه.

د برلين د شاريتې روغتون د ویروس پيژندنې د انستيتويت دغه مشر د آلمان خبري آژانس ته وويل: «دا هماغه ته ورته ويروس دی خو بڼه یې بدله ده.»

هغه زياته کړې چې توپير یې په تیره بيا په پروتین کې دی چې په وسيله یې دغه ويروس په انساني حجرو پورې ځان نښلوي. د سارس ناروغي چې د چين څخه خپره شوې وه په ټوله نړۍ کې یې څه نا څه ۸۰۰۰ پېښې ثبت شوې وې او له امله یې تر ۸۰۰ زياتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د چینايي چارواکو په حواله په دې نوي عامل تر اوسه ۴۱ کسان مريضان شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی. ويل شوي چې يو ۶۱ کلن سړی چې له مخکې هم ناروغ وو، په دې ميکروب تر اخته کيدو وروسته مړ شوی دی. همدا راز په تايلند، جنوبي کوريا او سينگاپور کې هم شکمنې پېښې رامنځته شوي دي. خو د دروستن په حواله په دې اړه د لابرارتوار پر رپوټونو سربيره هم د څه ويلو په برخه کې بايد احتياط وشي.

سارس (SARS) له انگلسي ژبې څخه اخيستل شوی او د « Severe Acute Respiratory Syndrome »  يا د تنفسي لارو سخت او عاجل سندورم په معنا دی. دا د سږو يوه ويروسي ناروغي ده.

سارس څه علايم لري؟

د سارس مريض سخته تبه لري، همدا راز د ستوني سخت درد، ټوخی او په ساه اخيستو کې د ستونزې شکايت لري. پر دې سربيره ورسره د يوه عادي ريزش علايم لکه سر دردي، نس ناستی، ځان دردي او د عضلاتو خشېدل مل وه. سارس پر نورو سربيره د سږو د ايکسرې یا عکس له لارې هم تشخيصیدلی شي.

سارس له کومه کيږي؟

دا ويروس په کورونا ويروس پورې اړه لري. احتمالاً دا په ارثي موادو يا جين کې د ناڅاپي بدلون او يا له نورو ویروسونو سره د جنيتکي معلومات د تبادلې وروسته پيدا شوی دی. خو دا احتمال ډېر قوي دی دا ويروس له حيواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی دی.

سارس په لومړي ځل د چين په گوانگ دونگ ايالت کې په ۲۰۰۲م کال کې وپيژندل شو. دغه سيمه د دې ډول خطرناکو ميکروبي ناروغيو د رامنځته کیدو له پاره شهرت لري. په گوانگ دونگ کې ډېر زيات خلک په تنگه ساحه کې سره ژوند کوي. پر دې سربيره دلته د حفظ الصحې حالت هم ناوړه دی چې دا هم د خطرناکو ويروسونو لکه سارس رامنځته کيدو ته زمينه برابروي.

د سارس په اړه څومره معلومات شته؟

د سارس ویروس د کورونا ويروس په ډلې پورې تړاو لري. کورونا بيا د ويروسونو په هغه ډلې پورې اړه لري چې څو بڼې خپلولوی شي د مثال په توگه «آر اين ای» ويروسونه. دوی خپل ارثي معلومات [RNA, Ribonucleic acid]  ډېر ژر او په څو ځلي کاپي کوي. په دې توگه د ویروسونو څو ډوله رامنځته کيږي. دا څه یې په مقابل کې د واکسينونو جوړول ستونزمنوي.

د سارس د کمون يا علايمو د ظاهريدو دوره څومره ده؟

د يوه مرض په ميکروب د ککړيدیو او د مرض د علايمونو د ظاهريدو تر منځ مودی ته Incubation  يا د کمون دوره وايي. د تجربو پر اساس د سارس دغه دوره له دوو تر اوو ورځو پورې ده. په ډېرو لږو قضيو کې ښايي د ناروغۍ علايم تر لسو ورځو وروسته ښکاره شي.

سارس تداوي کيدای شي؟

د دې ناروغتيا د دوران د کمولو امکان شته دی. د سارس د لومړۍ څپې په ترڅ کې ټول شکمن ناروغان قرنطين شول او په ځانگړو خونو کې تداوي شول څو د ناروغۍ د خپريدو مخه ونيوله شي. ډاکترانو او نرسانو يوازې په ځانگړي لباس او په داسې حال کې چې ماسکونه به یې لرل، ناروغانو ته نزدې کيدل.

پرې اخته کسان د ژوندي پاتیدو څومره چانس لري؟

د اټکلونو پر اساس د دې مرض له دريو تر پنځه سلنه مريضان مړه کيږي. د سږو په عادي التهاب کې بيا تر لس سلنه قضیې مرگوني وي.

سړی ترې څرنگه ځان ساتلی شي؟

توصيه داده چې اغیزمنو سيمو ته له سفر کولو څخه ډډه وشي څو په دې وژونکي ويروس د اخته کيدو مخه ونيوله شي. همدا راز د خولې او پزې د ماسکونو اچول هم د ځان ساتنې يوه لاره ده. خو دغه ډول ماسکونه د ټولو ويروسونو مخه نه نيسي بلکې يوازې په ميکروب د اخته کيدو خطر يو څه کموي.

گودرين هايزه/ ب.ص/ن.ز