زلمی رسول قطر ته روان دئ
۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي په قطر کي به هغه مهال د سولي خبري اتري پيل سي چي مشري ئې د افغانستان پر غاړه وي.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا د يکشنبې په ورځ (د اپريل لومړۍ) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي د سولي په خبرو کي د افغانستان پر مشرتابه ټينگار وکړ:
«اوس پر دې باندي خبري رواني دي چي په قطر کي له طالبانو سره د سولي خبري يا دفتر پرانيستل چي په هرډول وي بايد د افغان حکومت په سلا مشورې او مشرۍ تر سره سي.»
طالبانو په دې وروستيو کي اعلان وکړ، چي نه غواړي له امريکا سره د سولي خبري اتري وکړي، ځکه د هغوی په خبره امريکايانو پر خپلو ژمنو باندي وفا نه ده کړې او نه ئې هم کوي.
اوس طالبانو د سولي د خبرو د پيلېدو له پاره له گوانتانامو زندان څخه د خپلو بنديانو د آزادولو شرط ايښی دئ.
د امریکا متحده ايالاتو ويلي دي چي له طالبانوسره به د سولي رسمي خبري اتري د افغان حکومت په مشرۍ پيلوي.
تمنا ويلي دي چي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ددې سفر يو هدف دادئ چي د سولي په خبرو کي د افغانستان پر رول باندي بحث وکړي.
د طالب بنديانو خلاصېدل
ويل کيږي چي هغه طالب بنديان چي له گونتانامو زندان څخه را خلاصيږي په خبرو اترو کي به برخه واخلي.
د امریکا متحده ايالاتو په مشروط ډول له گوانتانامو زندان څخه د طالب بنديانو ازادېدل منلي دي. د افغانستان د سولي عالي شورا ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات غواړي چي له قطر څخه دا اطمينان تر لاسه کړي چي ازاد سوي طالبان به بيا په تاوتريخوالي لاس نه پوري کوي.
خو د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي چي په هغه صورت کي چي دغه طالب بنديان له خپلو کورنيو سره يو ځای سي د ازادېدلو مخالفت ئې نه کوي:
«افغان حکومت په هغه صورت کي د طالب بنديانو له ازادېدو سره موافق دئ چي دغه بنديان په هر هيواد کي چي وي له خپلو کورنيو سره يو ځای سي.»
د راپورونو پر اساس ويل کيږي چي ملافضل اخند، نورالله نوري او عبدالحق وثيق د هغو بنديانو په ډله کي دي چي د قطر هيواد ته به انتقال سي.
په قطر کي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو موضوع په داسي حال کي توده سوې ده چي نړيواله ټولنه هڅه کوي په افغانستان کي د تاوتريخوالي په کمېدو سره خپل ځواکونه له هغه هيواد څخه وباسي.
حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم