زلزلې په پاکستان کي په لسونو انسانان ووژل
د پاکستان د بلوچستان ايالت په هغو سيمو کي بېړنی حالت اعلان سوی دی، چي زلزلې سخت تاوانونه اړولي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه د ۲۸۰ انسانانو وژل کېدل تائيد کړي دي. ښايي دغه شمېر نور هم پسي لوړ سي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په هغو سيمو کي چي زلزله سوې ده حالت سخت د انديښنې وړ دی. په اواران او خوزدار په سيمو کي ډير خلک بې کوره سوي او دباندي پر ډاگونو باندي يې شپه تيره کړې ده. تر ټولو ډير بيا کوچنيان له ستونزو سره مخامخ دي.
د دغي زلزلې قوت د ريشتر په کچه ۷،۷ اندازه سوی دی. د زلزلې مرکز د ايران سرحد ته نژدې پاکستانۍ سيمي خاران او اواران بللي سوي دي.
د بلوچستان ايالتي چارواکو ويلي دي چي د زلزلې په ترځ کي په سونو کورونو ته سخت زيانونه اوښتي دي. د پاکستان له طبيعي افاتو سره د مبارزې ادارې NDMAK ويلي دي چي اغېزمنو سوو سيمو ته يې مرستندويي ډلي لېږلي دي.
حکومت د مرستي له پاره پوځ هم رابللی دی. تقريباً درې سوه عسکر په دې لټه کي دي چي د نړېدلو کورونو تر خرابو لاندي مړي راوباسي. په عيني حال کي د زخميانو تلاښ هم روان دی.
پوځ د درنو ماشينونو او اوزارونو په مرسته هڅه کوي چي تر خرابو لاندي بند کسان راوباسي. و اغېزمنو کسانو ته د خوراکي موادو، کاليو او درملو رسولو له پاره څرخي الوتکي په کار اچول سوي دي.
د چارواکو په وينا د بلوچستان ۶ ولسوالۍ زلزلې اغېزمني کړي دي. په دې ترڅ کي د دغو سيمو په سونو له خټو جوړ سوي خام کورونه نړېدلي دي.
د دغې زلزلې تکانونه د پاکستان په ستر بندري ښار کراچی کي هم احساس سوي دي. په دغه ښار کي خلک له بيري د کورونو او دفترونو څخه کوڅو ته وتلي ول.
چارواکو ويلي دي چي لس لارۍ موټر چي په مرستو بار دي و اواران سيمي ته لېږل سوي دي. ويل سوي دي چي د حکومتي مرستندويانو تر څنگ غېر حکومتي مرستندويان هم په مرستو بوخت دي.
په پاکستان کي په ۲۰۰۵م کال کي ۷،۵ درجې شدت لرونکي زلزلې ۷۳۰۰۰ انسانان ووژل او ډير نور يې بې کوره کړل. دغه زلزله د پاکستان په شمالي سيمو کي سوې وه.