زلزلې د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ډیري برخې لړزولې دي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبهد امریکا متحدو ایالاتو د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي دي چې دغه زلزله د افغانستان په وخت د درو بجو په شاوخوا کې له تاجیکستان سره پولې ته نزدې د هندوکش په غرونو کې رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې زلزله د مځکي په ۱۱۱ کیلومتره عمق کې رامنځته شوې ده.
دا د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې رامنځ ته شوې دویمه زلزله وه.
د افغانستان له اضطراري حالاتو سره د مبارزې ادارې ویاند محمد عمر محمدي، ویلي دي چې د زلزلې څپې د افغانستان په ډیرو برخو کې احساس شوي دي. تر اوسه پورې لا له بدخشان ولایت څخه چې د دغې زلزلې مرکز وو، د رامنځ ته شویو مالي او ځاني زیانونو په اړه رپوټونه په لاس کې نه شته.
خو په خوست ولایت کې بیا د زلزلې له کبله د یوه کور د چت د لویدو په پایله کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
په کابل کې د فرانسې خبري آژانس خبریال د دویمې زلزلې له کبله د ځمکې لړزه د لږ تر لږه یوې دقیقې له پاره احساس کړې ده. دویمه زلزله تر لومړې څو ساعته وروسته شوې ده.
په افغانستان کې وخت نا وخت زلزلې کیږي. ډیر وخت دغه زلزلې له هندوکوش غرونو څخه سرچينه اخلي. په وروستیو وختونو کې په افغانستان د طبیعي افاتو او جګړو له ډیریدو سره مرستندویه سازمانون د منابعو له کمښت سره مخامخ شوي دي.