زرداري کراچې ته رسیدلی
۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبهدا لا تر اوسه نه ده معلومه چې زرداري څوک چې د پوځ سره ښه اړیکې نه لري څه وخت به خپل دفتر ته ولاړ شي. هغه د دوبې څخه خپل پلرني ټاټوبي کراچې ته رسیدلی.
د پاکستان د سندهـ ایالت د اطلاعاتو وزیري، شازیه مري، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي: « ولس مشر اوس ښه دی او هم د دې امله بیرته خپل هیواد ته راستون شوی.» خو هغې زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې د هغې فعالیتونه به د هغه د ډاکټرانو په مشورې پورې اړه ولري.
دغه غیر رسمي یادښت چې د راپورونو له مخې په واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر له خوا لیکل شوی، ښایي زردار ته تاوان ورسوي، په کوم چې د پینټاګون څخه مرسته غوښتل شوې وه چې د پاکستان د پوځ له لوري د ملکي حکومت په وړاندې د ممکنه پوځي کودتا مخه ونیسي.
په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر، حسین حقاني، د نوموړې غیر رسمي لیک په شخړه ایزې موضوع کې خپله ښکیلتیا رد کړې او د خپلې دندې یې استعفا ورکړه.
د پاکستان سترې محکمې په دې اړه د یوې عریضې څخه وروسته د دغې قضیې په اړه نن « د دوشنبې ورځ د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۱۹مه » اوریدل پیل کړل تر څو دا معلومه کړي چې د نوموړې قضیې تر شا د چا لاس دی. دا چې زرداري د ولسمشر په توګه د قانوني تعقیب څخه مسؤن دی خو کیداې شې چې په سیاسي توګه دغه لانجه هغه ته جدي تاوان ورسوي.
که چیرې په دغه خبره کې د زرداري ښکیلتیا په ثبوت ورسیږي، پوځ چې په زرداري هسې هم بې باوره دی، کیدای شي د هغه په ګوښه کیدو تمام شي.
خو د پاکستان پیپلز ګوند چې د واک په ګدی ناست دی، دا یوه بې ځایه مسله بولي او وایي چې مقصد یې د پوځ او زرداري تر منځ اړیکي خړول دي.
د پاکستان پیپلز سیاسي ګوند یو مشر چې نه یې غوښتل نوم خپور شي ویلي چې دولت او پوځ دواړه په یوه مخ دي. د هغوي تر منځ کومه شخړه نه شته او د دې خبرې هیڅ چانس نشته چې ګواکې د دواړو ادارو تر منځ دې کوم درز پیدا شي. هغه زیاته کړې چې مونږه کومه شخړه نه غواړو او نه به داسې څه وکړو چې د داسې یو څه باعث وګرځي.
خو پوځ بیا د دغه غیر رسمي یادښت په اړه جدي دریځ غوره کړی. د پاکستان د پوځونو لوي درستیز، جنرال اشفاق کیاني، د دغه یادښت په اړه د پلټنې غوښتنه کړي او دا یې د هیواد د ملي امنیت د زیانمنولو د هڅې په توګه یاده کړې.
کابو ۳۰ زره اسلام پالو د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې یو لاریون تر سره کړ چې لاریون کوونکو د امریکا متحده ایالاتو غندنه وکړه او د پوځ سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د پاکستان پوځ چې د دغه هیواد د امنیت او بهرنې پالیسې په جوړولو کې خورا مهمه ونډه لري دا څرګندونې رد کړي چې ګواکې پوځ به په کومي پوځي کودتا لاس پوري کړي، خو ځیني څیړونکي بیا د ګډوډې په صورت کې د مداخلې امکان هم نه ردوي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل