زاخيلوال: د نړيوالو د يوه يوه ډالر حساب ورکولو ته چمتو يو
۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سهشنبهد ماليي وزير حضرت عمر زاخيلوال دغه څرګندوني نن په کابل کي د امريکايي چارواکو سره په ګډه جوړه سوې يوه غونډه کي خبريالانو ته وکړي.
په دغه غونډه کي افغان او امريکايي لوري د کابل او واشنګټن تر منځ د همکارۍ هغه سندونه هم لاسليک کړل چي له مخه به يې د افغانستان اته ستري پروژې د ۹۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت. خو د افغان دولت د بودجې له لاري رغول کيږي.
زاخيلوال پر داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي، د ډوب سوي افغان خصوصي بانک( کابل بانک) مالي کړکيچ د مرستندويو هيوادونو او کابل حکومت تر منځ د مرستو په برخه کي بې باوري رامنځ ته کړې ده.
زاخيلوال که له يوه لوري په خپله دولتي دستګاه کې د پراخ فساد د شتون خبره مني خو له بل لوري وايي چي، نړيوالي مرستندويي ادارې او قراردادونه هم له دغه فساد څخه پاک نه دي.
د ماليې وزير له نړيوالي ټولني غوښتنه وکړه چي که چيري خپلي مرستي د دوي له چينله ولګوي نو اغيزمنتوب به يې لوړ او مفيديت به يي وچت وي.
په دغه خبري غونډه کې په کابل کي د امريکي سفير له ماليي، پوهني، کانونو، مخابراتي تکنالوژۍ او روغتيا وزارت سره د ۹۰ مليونه ډالرو مرستي سندونو د لاسليک پر مهال يو ځل بيا له کابل سره د واشنګټن پر مرستو ټينګار وکړ.
ښاغلي بيري وويل چي دغه مرستي به د افغان دولت د بودجې له لاري لګول کيږي.
له دغو پيسو څخه به د باميان- دوشې لويه لاره رغول کيږي، د پوهني په برخه کې به بېلا بېلي پروژې پر مخ بيول کيږي، صحي خدمتونو ته به د کليوالي خلکو په لاس رسي کې ګټه اخيستل کيږي او همدا راز به د بشري منابعو د تنظيم يو الکترونيکي سيستم را منځ ته کيږي.
ايکن بيري وويل چې دوی د کابل کنفرانس په رڼا کي خپلي مرستي د افغان دولت له لاري کاروي خو اوس مهال هومره وړتيا نه ليدل کيږي چې ټولي مرستي د افغان دولت د بودجې له لاري ولګول سي.
د يادولو وړ ده چې ډيري مرستندويه ملکونه اوس په افغان حکومت کي د مرستو د مصرف د شفافيت په برخه کي بې باوره سوي دي.
هغوی وايي چي تر هغه به خپلي مرستي په خپل لاس لګوي ترڅو د افغانستان په اداره کي روڼ والي تظمين شوی وي.
خو دا په داسي حال کې ده چي افغانستان ته د فساد په کچه د تر ټولو ککړو هيوادونو په نوم لړ کي لا هم دوهم ځای ورکړل سوی دی.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل