1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل: ۱۷۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره سوې ده

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه

د زابل ولايت سيمه یيزچارواکي وايي چې په دې وروستيوکي ئې د دغه ولايت ١٧٥٠ وزګارو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده. دغه کسان د شاه جوى ولسوالۍ په بيلا بيلو سيموکي د بيا رغاوني په پروژو کي په کار اخته دي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15cfF
انځور: AP

د شاه جوى ولسوال غلام صديق وايي چې ياد کارګران چي اکثره ئې ځوانان دي د کوچنيو لارو، پلچکونو، لښتو او د سړکونو څنګ ته د پلي لاري (پیاده رو) په جوړولو کې برخه اخلي او د ورځي ورته ٣٠٠ افغانۍ ورکول کيږي. هغه وایي:

«دا کارونه د خلکو په غوښتنه او د ولايت مقام په منظورۍ پيل سوي دي. په دې سره موږ غواړو چي د ولسوالۍ کوچنۍ لاري او پلچکونه جوړ کړو چې خلکو ته لا ښه هوسايي وي.»

د ولسوال په خبره په راتلونکي وخت کي هم غواړي چي داسي پروژې پلي او ډيرو وزګارو زابليانوته د يوې ګولې حلالي ډوډۍ پيدا کولو لاري چاري برابري کړي.

د زابل والي محمد اشرف ناصري هم وايي سږکال ئې په ولايت کي د نورو کلنو په پرتله د بيا رغاوني کارونه په ښه ډول روان دي او په سلګونو خلکو ته ئې د کار کولو زمينه مساعده کړې ده.

د والي په خبره د دوى د يوشمير رياستونو د ودانيو پر جوړولو کار روان دئ او په نزدې راتلونکي کي پلان لري چي د زابل د ولايت مقام په ګډون ٤٥ نورو دولتي رياستونو ته ودانۍ جوړې کړي. د ناصري په وينا په دې سره به په زرګونو وزګارو کسانو ته د کار موندنې زمینه برابره شي چې پر امنیت به هم مثبتې اغیزې ولري.

د والي په وینا زابل يو له هغو ولايتونو څخه دئ چي ډيرى کسان ئې په خوارۍ او مزدورۍ پسي نورو سيمو ته ځي.

د زابل ښاريان اوپه کار اخته کسان هم په دې ډېرخوښ دي چي په دې ګرانۍ کي ورته کار پيدا سوى دئ. دوى له دولت څخه هيله کوي چي په دې لار کي هلي ځلي وکړي او ډيرو نورو کسانو ته هم کار پيداکړي.

د زابل ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسئولين هم وايي چې د دوى په ولايت کي تر ټولو لويه ستونزه د بېکارۍ ده اوله دې لاري دوى ته په اونۍ کي په لسګونو وزګار کسان د کار غوښتلو له پاره مراجعه کوي لاکن دوی دا وړتیا نه لري چې ټولو ته د کار زمینه برابره کړي.

د دغه رياست مسئولين وايي چې دوى دا ستونزه د ولايت مقام سره هم شريکه کړې ده او هيله ښکاره کوي چي د بیا رغاونې په پروژو کې به ډیری خلکو ته د کار موندنې موقع مساعده شي. خو چارواکي پر دې خبره هم ټینگار کوي چې یوازې لنډه مهاله پروژې د دغه ولایت د اوسیدونکو ستونزې نه سي حل کولای. د یاد ریاست د مسئولینو په وینا که چیرې په دغه ولایت کې فابریکې جوړې سي نو تر ډیره حده به د بیکارۍ کچه راټیټه شي.

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: سید ریاض