1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل: ښوونکو د دندې د پریښودو گواښ وکړ

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه

د زابل ولایت یو شمیر ښوونکي په دغه ولايت کي د ښوونکو له پاره په نوي جوړيدونکي ښارګوټي کې د ځمکو غوښتنه کوي. هغوی وایي که دا ځمکې دوی ته ژر ور نه کړل شي نو له خپلو دندو څخه به استعفأ وکړي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/153BY

دغو ښوونکو د زابل سيمه یيزو چارواکو ته گواښ کړی دئ چي که د روانې مياشتې تر ۱۵مې نېټې پورې ورته ځمکې و نه ويشل سي نو دوى به ښوونځيو ته له تللوڅخه ډډه وکړي.

د زابل ولایت ښوونکي وايي چې له دوى سره هر کال ژمنې کيږي خو وروسته ئې سيمه یيز چارواکي نه عملي کوي: «موږ د زابل ولايت ټول ښوونکي له خپلو چارواکو څخه غواړو چي موږ ته دې د ښوونکو په جوړيدونکي ښارگوټي کي يوه يوه نمره ځمکه راکړي.»

په مشرانو جرګه کي د زابل د خلګو استازی ډاکټر زلمی زابلي، هم وايي چې دوى د رسمي اسنادو او د وزيرانو له پرېکړې سره سم په زابل کي د ښوونکو له پاره د ځمکو وېش پيل کړى دئ خو د زابل سيمه یيز چارواکي نه غواړي چي زابلي ښوونکو ته دې د ځمکو د ويش لړۍ نوره هم وغځيږي.

زابلي ادعا وکړه چې د زابل ولایت چارواکي خپله په دغه ښارګوټي کي د ځان له پاره نومرې غواړي: «والي صاحب په دغه ځمکو کي د خپل ځان له پاره د يو شمير نومرو غوښتنه وکړه او موږ ئې خبره رد کړه نو په مقابل کي دغه ستونزه را پيدا سوه. هغوی د ځمکو د ویش لړۍ درولې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د زابل والي محمد اشرف ناصري بيا د ښوونکو او د ډاکټر زلمي خبره نه مني. ناصري وايي چې تر اوسه پورې د ياد ښار ګوټي خطکشي پشپړه شوې نه ده او همداراز هغوی لا تر اوسه پورې د پوهنې د رياست له خوا د ښوونکو بشپړ اسناد تر لاسه کړي نه دي.

والي زیاتوي چې دوى هيڅ کله له چا څخه د ځمکي هيله نه ده کړې او د ځمکو د ویش کار ئې د رسمي مراحل د نه پشپړیدو له کبله ځنډولی دئ: «تر اوسه پورې موږ د استادانو پر ليستونو باندې کار کوو. تر هغه وخت پورې چې دغه ټول قانوني مراحل نه وي بشپړ شوي د ښارگوټې ځمکې نه ویشل کیږي.»

د زابل ښوونکي په داسې حال کي د ځمکو د نه ورکړې په بدل کې له ښوونځيو څخه د مخ اړولو ګواښ کوي چي لا وختي په دې ولایت کې یو شمیر زده کوونکي د بیلابیلو لاملونو له کبله له زده کړې محروم پاتې شوي دي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش