ریکارد: په جرمني کي تر لس ميلیونه ډېر خارجیان اوسیږي
۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبهریکارد: په جرمني کي تر لس ميلیونه ډېر خارجیان اوسیږي
په جرمني کي هیڅ وخت دومره ډیرخارجیان نه اوسیدل، لکه اوس. د ۲۰۱۷ م کال په پای کي د هغو کسانو شمېر تقریباً ۱۰،۶ ميلیونو ته ورسید، چي خارجي پاسپورټونه یې درلودل.
دغه خبر د جرمني د مرکزي احصايې دفتر نن پنجشنبه (۲۰۱۸م کال د اپريل ۱۲مه) په ویسباډن کي خپور کړی دی او ویلي یې دي، چي «دا تر ټولو لوړ حد» دی. د رپوټ پراساس د هغوی تعداد د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۵۸۵۰۰۰ یا ۵،۸ فیصده لوړ سوی دی.
دغه شمېر په متوسط ډول د تیرو لسو کلونو په تناسب په ښکاره ډول لوړ دی، کوم چي له کاله تر ۳۸۸۰۰۰ تنو پوري رسیدله. خو له ۲۰۰۹ م کال راهیسي د بهرنيانو تعداد په دوامداره ډول سره لوړ سوئ دی.
د دغه لوړيدو اصلي علت د اروپايي ټولني له غړو هيوادونو څخه را ناقل سوي خارجیان دي. د دوی ډیری بیا د هغو هيوادونو دي چي تر ۲۰۰۴ م کال وروسته د اروپايي ټولني غړیتوب ورکړل سوی دی، لکه پولینډ، رومانیا او بلغاریا.
د مرکزي احصايې دفتر په خپل رپوټ کي دې ته هم اشاره کړې ده، چي له ۲۰۰۷څخه تر ۲۰۱۷م کاله پوري د نوو غړو هیوادو څخه د هغو خارجیانو تعداد، چي خارجي پاسپورټونه لري، ۲،۶ ميلیونو کسانو ته رسیدلئ دی.
برعکس تر اروپايي ټولني له دباندي هیوادونو څخه راغلي مهاجر بیا پروسږکال لږ سوي دي. د دغو په اصطلاح دریمو هیوادونو څخه تیر عیسوي کال ۱۶۳۰۰۰ کسان نوي راجستر سوي دي، په داسي حال کي چي په ۲۰۱۶م کال لا د هغوی تعداد ۶۶۵۰۰۰ ته رسیدلئ ؤ. پروسږکال خصوصأ د سوريې،عراق او افغانستان څخه لږ کسان جرمني ته راغلي دي.
زموږ له ارشيف څخه: