رپوټ: په آلمان کې د افغان مهاجرو د منلو کچه ټیټه شوې
۱۳۹۶ تیر ۲۷, سهشنبه«راينشه پست» ورځپاڼې د آلمان د مهاجرت ادارې له خوا د خپرو شويو شمیرو له مخې رپوټ ورکړی دی چې سږ کال په آلمان کې د منل شويو افغان مهاجرو کچه د تير کال په پرتله ښکته شوې ده. دا په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت په روان کال کې د تیر کال په پرتله خراب شوی دی. «راينشه پست» په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تير کال په لمړيو شپږو مياشتو کې په آلمان کې د منل شويو افغان مهاجرو کچه څه باندې ۵۵ سلنه وه خو د روان کال په همدې موده کې دغه شميره په څه باندې ۴۴ سلنه کې قرار لري.
افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج خبره، له مودو راهيسې په آلمان کې په يوې جنجالي موضوع اوښتې ده. دا په دې دليل چې اوس مهال په افغانستان کې د وسلوالو ډلو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې لا توده شوې او د هیواد په بیلابیلو برخو کې بریدونه دوام لري. د افغانستان امنيتي وضعيت له ۲۰۰۱ کال راپديخوا، کله چې د امريکا او ناټو ځواکونو په دې هیواد کې خپل پوځې ماموريت پیل کړی، تر دې حده ترينګلی شوی نه وو.
د آلمان فدرالي دولت د روان کال په اپريل مياشت کې په آلمان کې ميشتو افغان مهاجرو د شمير په اړه يو رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې ويل شوي وو چې شاوخوا ۲۵۵ زره افغانان په آلمان کې ژوند کوي. له دغې ډلې څخه له نيمايي څخه د زياتو مهاجرو د پناه غوښتنې پر دوسيو کار روان او يو پر څلورمه برخې ته يې تر ټاکلي وخته پورې په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې ده. شپږ سلنه افغانان دايمې اقامې په لاس کې لري او ۱۳ سلنه نور يې اړ دې چې د دغه هيواد له خاوري ووځي يا په بل بد وضعيت کې قرار لري.