رپوټ:په افغانستان کي د تاریاکو حاصلات ډیریږي
۱۳۹۵ آبان ۲, یکشنبهد «۲۰۱۶ م کال د تاریاکو حاصلاتو ته د کتني »په نوم رپوټ کي،چي د ملګروملتو د مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې د ادارې لخوا د یکشنبه په ورځ(د اکتوبر ۲۳ نیټه» خپور سو،راغلي دي ، چي د تاریاکو حاصلات کیدلای سي سږکال په افغانستان کي ۴۸۰۰ ټُنه ته ورسیږي. دا د تیرکال په نسبت ۴۳ فیصده اضافه ښيی.
په ۲۰۱۵ م کال کي د تاریاکو حاصلات د زراعتي امراضو له کبله راکم سوي وه. افغانستان د تاریاکو او نورو مخدره مواد یو لوی تولیدونکی هیواد دی. د ملګروملتو په دغه رپوټ کي راغلي دي، چي د تاریاکو حاصلات به سږکال تر هغه لږ وي،لکه څنگه چي یې اټکل سوی دی. دنوموړي سازمان د مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې ادارې زیاته کړې ده، چي د خراب امنیتي وضعیت له کبله ټولو ولایتونو، خصوصأ هغو سیمي ته چي ډیر تاریاک پکښی کرل کیږي، ورتگ ممکن نه دی.
تر اوسه پوري په افغانستان کي د تاریاکو تولید په ۲۰۰۷ م کال کي تر ټولو ډیر ؤ او ۷۴۰۰ ټنه ته رسیدلی ؤ. اټکل کیږي ، چي په ۲۰۱۴ م کال کي به تقریبأ ۶۴۰۰ ټنه تولید سوي وي. په رپوت کي راغلي دي ،چي د تیرکال په نسبت سږکال د کوکنارو کروندې ۱۰ فیصده اضافه سوي هم دي. په هلمند کي چي د طالبانو سره تر ټولو ډیر جنگونه پکښي روان دي، تر ټولو ډیر تاریاک هم تولید سوي دي.
د بلي خوا د افغانستان په شمال کي هم سږکال د تاریاکو حاصلات لوړ سوي او درې چنده سوي دي. د ملګروملتو په دغه رپوټ کي راغلي دي، چي سږکال په شمال کي د کوکنارو کروندې ۳۴۲ فیصده اضافه سوي دي.
پر ورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه (18.03.2014)