1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټونه: طالبانو ۲۰ تنه افغان سرتیري وژلي دي

آژانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

د افغان چارواکو د ویناو له مخې طالب جنگياليو۲۰ تنه افغان سرتېري په يو وسله وال بريد کي وژلي دي. د یو بل خبر له مخې طالبانو د امریکا د متحده ایالاتو سره د بندیانو د احتمالي تبادلې پر سر خبرې اترې هم درولی دي.

https://p.dw.com/p/1BE1s
انځور: DW

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه غندلې او و سري لنکا ته يې خپل سفر ځنډولی دی. نوموړي د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۳مه) په خپل غبرگون کي پر پاکستان نيوکه کړې چي په خپله خاوره کي « د تره گرۍ د ځالو په له منځه وړلو کي پاته راغلی دی.»

د دې څخه تر مخه د افغانستان د امنیتي چارواکو له خولې نړیوال خبري آژانسونو رپوټ ورکړ چی طالبانو د افغانستان په ختیځ کې پر یوې حکومتي پوستې برید وکړ او لږ تر لږه ۲۰ تنه یې ووژل او ۷ تنه نور سرتیري لادرکه شوي دي. بعضي راپورونه د ۲۰ وژل سوو کسانو خبره هم کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرال ظاهر عظیمي وویل چي طالبانو د کنړ ولایت د غازي آباد په ولسوالۍ کی نن یکشنبه (د ۲۰۱۴ د فبروری ۲۳ مه) سهار وختی برید وکړ. عظمیي د هغه یو رپوټ پخلی کړی دی چی وایي: «طالبانو په دې حمله کي ۱۹ سرتیري وژلی دي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.»

عظيمي زياته کړې ده چي د دغې پیښې په هکله پلټنه او دغه راز د لادرکه شوو سرتیرو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي. د کنړ ولایت ویاند، عبدالغني مصمم وویل چې له نوموړې حملې وروسته ۷ سرتیري لادرکه شوي دي. دا لا تراوسه روښانه شوې نه ده چي آیا دغه سرتیري د حملې په نتیجه کي یرغمل نیول شوي دي او که خپله تښتیدلی دي.

د اسوشیېتد پرس په یو رپوټ کی راغلي دي چي طالبانو په خپله یوه خبرپاڼه کي چي د ایمېل له لارې آژانسونو ته استولې ده، ویلي دي چې په کنړ کي د هغوی جنگیالیو په ياد بريد لاس پوری کړی دی او په هغه کي یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي هم دي.

بووې بېرگداهل، چي گمان کيږي د طالبانو سره بندي دی
بووې بېرگداهل، چي گمان کيږي د طالبانو سره بندي دیانځور: picture-alliance/dpa

د بندیانو تبادله

په عین وخت کی د رویترز خبري آژانس د طالبانو د یوې سرچینی له خولې رپوټ ورکړی دی چی هغوی له امریکا متحده ایالاتو سره د بندیانو د احتمالی معاوضی پر سر خبرې اترې «په افغانستان کی د کړکیچن وضعیت» له امله ځنډولي دي.

د طالب یاغیانو یو ویاند، ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په یو استول شوي ایمېل کي راغلي دي: « په هیواد کی د روان کړکېچن سیاسي وضعیت له امله، تصمیم ونیول شو چي دغه موضوع د یوې مودې لپاره وځنډوله شي.»

د نوموړي په ایمېل کي د نیول شوي تصمیم د زیاتو جزئیاتو له روښانه کولو څخه پرته، ویل شوي دي: «تر یوې راتلونکي خبرتیا پورې د بندیانو د تبادلې پروسې باندې خبرې ځنډول شوي دي.»

د یوې هڅې په توگه د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو لپاره له یاغیانو سره د سولې خبرې اترې د پیل کیدو په موخه، په دې وروستیو وختو کی د متحده ایالاتو چارواکو ویلي دي چي هغوی د یوه امریکایی سرتیري، Bowe Bergdahl، د خوشي کولو په بدل کې د گوانتانامو له زندان څخه د پنځو تنو طالبانو د خوشې کولو پر سر ښایي خبري پیل کړي. ویل شوي دي چې دغه امریکایی سر تیری په ۲۰۰۹ م کال کي په افغانستان کي د پوځي عملیاتو په ترڅ کي لادرکه شو او اوس داسي گمان کیږي چي د پاکستان په شمال لویدیځ کي د هغو زور پالونکو په لاس کي وي چی طالبانو سره اړیکه لري.