روسیې اوکراین ته د اروپايي څارونکو د تلو هرکلی کړی
۱۳۹۳ فروردین ۲, شنبه
روسیې په اوکراین کې د (OSCE) یا د اروپا د امنیت او همکاري سازمان له تحقیقاتي ماموریت سره موافقه کړې خو یوه لوړپوړي روسي دیپلومات بیا ویلي دي چې په دغه ماموریت کې د کریمیا سیمه نه ده شامله.
د (OSCE) سازمان ۵۷ کسیزې ډلې اوکراین ته د تحقیقاتي پلاوي د استولو په هکله ویلي دي چې له دې کار سره به په اوکراین کې د روان کړکیچ د پراخیدو مخه ونیول شي.
گومان کیږي چې څارونکی پلاوی به د اوکراین ختیځو سیمو ته واستول شي. اوس مهال په دغو سیمو کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله اندیښنې موجودې دي.
تر دې مخکې دوه وارې د روسيي د موافقې د نه شتوالي له امله څارونکی هیئت د دغه هیواد شخړیزو سیمه ته په ورتگ نه وو بریالی شوی.
اټکل کیږي چې د روسيي له خوا اوکراین ته د تحقیقاتي پلاوي له تلو سره تر موافقې ۲۴ ساعته وروسته به د اوکراین ختیځو سیمو ته د تحقیقاتي پلاوې لومړۍ ډله واستول شي.
د دغه ماموریت ابتدایي دور به شپږ میاشتې دوام وکړي. په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې به یو «سل کسیزغیر واسله وال پلاوی» اوکراین ته واستول شي چې وروسته به بیا د دغه پلاوي شمیر ۴۰۰ تنو ته لوړ کړای شي.
د اروپا د امنیت او همکاری د سازمان په حواله یوه ملکي ډله به هم اوکراین ته واستول شي تر څو په دغه هیواد کې د امینتي وضعیت په هکله معلومات راټول کړي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د روسيي استازی آندری کیلِن، ویلي دي چې د کریمیا ټاپوزمه ته دغه پلاوی نه استول کیږي. امریکايي دیپلومات بیا د کیلِن په ځواب کې ویلي دي چې کریمیا اوکراین دی او کیدای شي څارونکي دغې سیمې ته هم ولاړ شي.
بل لور ته د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین، د لویدیځ پر سختو نیوکو سربیره په مسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې هغه قانون لاسلیک کړ چې پر اساس يي کریمیا د روسيي فدراسیون یوه برخه وگرځیدله.
مخکی تر دی د روسي د مشرانو جرگې (زیری اوربالا) هم دغه قانون تصویب کړی وو. د رویترز خبري آژانس په حواله په کریمیا کې په زرگونو کسانو د دغه قانون له تصویبیدو سره آتشبازۍ او خوشحالۍ کړې دي.
تیره اوونۍ د یوه ریفرینډم یا ټولپوښتنې په ترڅ کې د کریمیا اکثریت وگړو له روسيي سره د الحاق په حق کې رايې ورکړې. خو د دې کار په غبرگون کې پر اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو سربیره یو شمیر نورو هیوادونو هم د مسکو پر یو شمیر چارواکو بندیزونه ولگول.
بل لور ته د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې په راتلونکي اوونۍ کې اروپا ته د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما سفر به د اوکراین له کړکیچ څخه متاثره شي.