1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف: هڅې روانې دي چې طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي

۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبه

د روسېې خارجه وزارت وايي د چین، پاکستان او امریکا متحده ایالاتو سره په ګډه کار کوي تر څو ېې د طالبانو له خوا د هغوی د کړو ژمنو څخه اطمینان حاصل کړی، په ځانګړې توګه د يو ټولشموله حکومت رامنځ ته کولو له پاره يې چې کړي دي.

https://p.dw.com/p/40sMZ
Mexiko City Russland Außenminister Sergei Lawrow
انځور: Reuters/A. Meneghini

د روسیې خارجه وزير سرګي لاوروف د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۲۶مه) وويل چې دغه څلور هیوادونه په دې تړاو په دوامداره توګه په اړيکو کې قرار لري.

رويټرز خبري آژانس د ملګرو ملتونو له مقر څخه لیکي، لاوروف وویل چې د روسيې، چین، امریکا متحده ایالاتو او پاکستان استازي په وروستیو کې قطر ته او بیا له هغه ځایه کابل ته تللي دي تر څو هلته د طالب مشرانو او «سيکولر چارواکو»، پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره وګوري.

 د طالبانو په رسمیت پيژندل

د روسيې خارجه وزير وويل چې د طالبانو اعلان شوی سرپرست حکومت د «افغان ټولنې د ټولو اړخونو، مذهبي او سیاسي قوتونو استازېتوب نه کوي، له همدې کبله موږ په تماس کې يو.»

طالبانو چې نژدې یوه نیمه میاشت مخکې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او خپل سرپرست حکومت يې هم اعلان کړی، تر اوسه د هيڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

Afghanistan Kabul | PK der Taliban: Sprecher Zabihullah Mujahid: Mullah Mohammad Hasan Akhundzada soll Taliban leiten
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهدانځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

دوه ورځې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دویچه ویله ته وويل چې اوس مهال پر دې باندې کار روان دی تر څو «د اسلامي امارت په اړه نړیواله پریکړه وشي، هیواد او حکومت په رسمیت وپيژندل شي.» هغه زیاته کړه چې دوی نړیوالو سره په اړيکه کې دي او د حکومت د رسميت پيژندلو په برخه کې تر ۷۰ سلنې پورې کار مخ ته تللی دی.

هغه وویل، چې دغه اړيکې «د ملګرو ملتونو سازمان، لویو، لرې، نژدې او ګاونډيو هیوادونو سره په تامین کیدو دي» او هيله يې وښوده چې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو سره به په افغانستان کې چې تازه له جګړې راوتلی دې اقتصادي او پراختيايي کارونه پیل او له نړۍ سره ديپلوماتيکې اړيکې برقراره شي.

طالبانو څخه د نرم سیاست تمه

طالبانو وړاندې ژمنه کړې چې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ خلاف به دا ځل په افغانستان کې یو جامع حکومت جوړوي چې په هغه کې د افغانستان ټول خلک او سیاسي اړخونه ځان وويني. پر افغانستان د طالبانو لومړنۍ واکمني د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې وه، چې په ۲۰۰۱ کال کې پر امریکا د تروریستي بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا د پوځي حملې په نتیجه کې ړنګه شوه.

طالبانو هغه مهال په ځانګړې توګه ښځې د خپلو یو لړ اساسي حقونو لکه تعلیم او کار څخه محرومې کړې وې او ښځې له کوره بهر د وتلو په صورت کې اړې وې چې یو نارینه محرم هم له ځانه سره ولري. خو طالبان چې شل کاله وورسته اوس بیا واک ته رسیدلي دي، ورڅخه داسې تمه کيږي چې په خپل سياست کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه نرمښت راولي.

د طالبانو پر ژمنو عمل تر ټولو اړین دی

 د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف وویل: «کوم څه چې ډير مهم دی... هغه دا دی چې دوی [طالبان] هغه ژمنې چې په عامه توګه يې کړې دي هغو ته ژمن پاتې شي او زموږ له پاره تر ټولو مهم لومړيتوب هم همدا دی.»

Konflikt in Afghanistan - Katar
لاوروف د جو بایدن پر ادارې نیوکه وکړه چې له افغانستان څخه يې ځواکونه په بیړه وښکلانځور: Mark Andries/U.S. Marine Corps/AP/dpa/picture alliance

د بایدن پر ادارې نیوکه

لاوروف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې تر وينا وروسته په یوه پراخ خبري کنفرانس کې د جو بایدن پر ادارې هم نیوکه وکړه. هغه په ځانګړې توګه د بایدن ادارې پر دغه تصمیم نیوکه وکړه چې له افغانستان څخه يې په ډيره چټکۍ د امریکايي ځواکونو د وښکلو تصمیم ونیوه.

هغه وویل چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو او ناټو وتل د هغه«هر ډول عواقبو ته د پاملرنې پرته» ترسره شول. لاوروف زیاته کړه چې له افغانستان څخه په وتلو «په افغانستان کې ډيرې وسلې پریښودل شوې.» د هغه پر وینا چې دغه پریښودل شوې وسلې بحران جاري ساتي او مهمه ده چې کوم ډول وسلې چې هلته پریښودل شوي دي، د تخریبي اهدافو له پاره ونه کارول شي.

آ/د.و./م.ک.ص./م.ک.ص.