«روسي هکرانو د اوباما ایمیلونه لوستي»
۱۳۹۴ اردیبهشت ۶, یکشنبهڅه موده وړاندې د امریکا متحده ایالاتو حکومتي استازي د تیر کال په پای کې د یوه «سایبري برید» پر تر سره کیدو اعتراف کړی وو. اوس نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه لوړپوړي امریکایې چارواکي په حواله لیکلي دي چې دغه سایبري برید تر هغې «ډیر د انديښنې وړ» بللې چې تر اوسه ښودل شوی.
د متحده ایالاتو نوموړې معتبره ورځپاڼې لیکلي دي چې اټکل کیږي د دغه سایبري برید ترسره کوونکو احتمالا د روسیې له حکومت سره تماس درلود او یا یې آن د هغوی له پاره کار کاوه. ویل شوي دي چې انټرنیټي هکران د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د بریښنا لیکونو د غیر مخفي آرشیف له لارې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي حکومت او په واشنگټن کې د بهرنیو چارو وزارت کمپیوټري سیستمونو ته رسیدلي دي.
د نوموړي رپوټ له مخې هکرانو د بريښنا لیکونو د دغو حسابونو له لارې هغه بریښنالیکونه احتمالا لوستلی شوي چې بارک اوباما هغه استولي او یا یې تر لاسه کړي دي. زیاته شوې ده چې د محرم او مخفي درجې درلودونکو کمپیوټرونو انټرنیټې قلفونه نه دي مات شوي یا په بله اصطلاح نه دي هک شوي.
د نیویارک ټایمز د رپوټ په حواله تر اوسه لا دا نه ده معلومه شوې چې هکرانو به د اوباما څومره ایمیلونه لوستې وي. ویل کیږي چې هکرانو نه هم د اوباما شخصي بريښنا لیک هک کړی او نه هم هغه سرور چې د هغه د بلېک بېري، گرځنده تلیفون پیغامونه کنترولوي. نوموړې ورځپاڼې د یوه لوړپوړي امریکا چارواکي له قوله لیکلي دي چې په دغه پیښه کې لویه انديښنه د «روسي اړخ» احتمالي ښکیلتیا ده. سپینې ماڼۍ په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.