روسي لادرکه سوې الوتکه وموندل شوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبهاعلان
د اندونیزیا په قلمرو کې لادرکه شوې روسي الوتکه اوس موندل شوې ده. د میترو نومې تلویزیون د رپوټ په حواله ژغورونکې عملې د دغې الوتکې پاته شونې په جاکارتا کې موندلې دي. دغه الوتکه چې ۴۸ تنه مسافر پکښي سپاره ول د چهارشنبې په ورځ د رادار له کرښې څخه ورکه سوې وه.