روسيې د امريکايي چارواکو تور ليست خپور کړی
۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبهروسيې ويلي دي، چي په ليست کي شاملو امريکايي چارواکو ته به د بشري حقونو د تر پښولاندي کولو له کبله ويزې نه ورکول کيږي. دا په داسي حال کي ده، چي درې مياشتي مخکي د امريکا متحده ايالاتو هم دغه ډول کار ترسره کړی و.
درې مياشتي وړاندي متحده ايالاتو اعلان وکړ چي، هغو کسانو ته چي د ځوان روسي حقوق سرگي ماگنيتسکي په وژنه کي شريک دي، ويزه ور نه کړل سي.
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي، ويکتوريا نولند په عقيده، امريکايي چارواکو ته د روسيې د ويزې نه ورکلو غير قانوني کار دی.
«موږ په دې اند يو، چي پر امريکايي چارواکو د ويزې بندول کوم قانوني اساس نه لري. زموږ لخوا پر ځينو روسي چارواکو د ويزې بندول روښانه او واضيح دلايل لري. د امريکا د مهاجرت د قانون له مخه موږ بايد هغو کسانو ته ويزه ور نه کړو چي د جدي جرايمو او د بشري حقونو په تر پښو لاندي کولو کي ښکيل وي.»
د روان کال د جولای په مياشت کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي دغه هيواد به ځيني روسي چارواکو ته چي د «سيرګي مګنيتسکي» په وژنه کي لاس لري ويزې ور نه کړي.
مګنيتسکي يو ځوان روسی حقوق پوه وو، چي د مسکو په يوه زندان کي د مريضۍ له کبله يي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
روسيې ويلي دي چي، غواړي د متحده ايالاتو عمل ته ځواب ورکړي. دغه هيواد په داسي حال کي د امريکايي چارواکو تور ليست خپور کړی، چي د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن په دې وروستيو کي ازبکستان او تاجکستان ته سفر کړی دی.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي په خپور سوي ليست کي د هغو امريکايي چارواکو نومونه شامل دي، چي په عراق، افغانستان او ګوانتنامو کي يې بشري حقونه تر بښو لاندي کړي دي.
د روسيې او امريکا لخوا په داسي حال کي د يو بل په وړاندي تور ليستونه خپريږي چي بارک اوباما غواړي له روسيې سره خپلي اړيکي ښې کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل