روسيه په پلان کي لري ۵۰۰ جنگي الوتکي توليد کړي
۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبهد سوخوی کمپنۍ عمومي رئيس ميخايل پوگاسيان انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي:
« د الوتکو د توليد په اړه موږ ته د راتلونکو پنځو کلونو د پاره د روسيې د دفاع وزارت دپاره د تر سلو ډيرو الوتکو فرمايش راکړل سوی او زه فکر کوم چي په دې نږ دې وختونو کي به نور داسي څو تړونونه لاسليک کړو چي تر ۲۰۱۵ کاله پوري د روسيې د دفاع وزارت لپاره ۱۵۰ الوتکي جوړيکړو.»
ددغه روسۍ کمپنۍ مشر د چهارشنبې په ورځ په مسکو کي خبريالاتو ته وويل، چي په پلان کي ده شاوخوا ۳۰۰ جنگي الوتکي نورو هيوادونو ته صادري کړي.
هغه وويل «که چيري د صادراتو د تړونو په هکله و ږغيږو نو ويلای سو چي د سوخوی او ايرکوت کمپنۍ چي د هندوستان د پاره الوتکي توليدوي د تړونو له مخه د الوتکو د صادراتو تعداد ۳۰۰ ته رسيږي».
د الوتکو د پنځم نسل د جوړلو په تړاو، پوگاسيان وويل چي ددغه الوتکو د جوړولو ازموينه به په ۲۰۱۲ کال کي بشپړه سي.
« موږ داسي حساب کو چي تر دغه ټاکل سوي وخت پوري به ټول کارونه سم وي او د توليد په پروسه باندي چي سلسله واره به وي پيل کوو».
هغه دغه راز يادونه وکړه چي د سوخوی او ميگ کمپنۍ په پلان کي لري چي د کاله د الوتکو سل ماشينه توليد کړي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم