روسيه د کلاشينکوف د مخترع د سل کلنۍ کلیزه لمانځي
۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعهميخايل تيموفيويچ له خپلې مړنې څخه مخکې د کلاشينکوف وسلې له اختراع څخه پيښيمانه وو. هغه د خپلې مړينې څخه د مخه په مسکو کې د روسيې د اوتوداکس سترې کليسا اسقف، لومړي کريل ته ليکلي وو: «دا چې د هغه له خوا پر دغې اختراع شوې وسلې باندې د انسانانو ژوند اخيستل کيږي، له امله يې پر ډيرې سختې رواني ناروغۍ باندې اخته شوی دی.»
د مسکو د سترې کليسا اسقف د ميخايل تيموفيويچ چې هغه وخت ۹۳ کلن وو، د ليک په ځواب کې ورته د «ګناهونو د بخښنې» د يو ډول دعا ترڅنګ ليکلي وو: «په هغه صورت کې چې يوه وسله د هيواد څخه د حفاظت له پاره وکارول شي، کليسا هم له هغه او هم يې له مبارزه کونکو څخه ملاتړ کوي.»
په دغې قضيه کې ستونزمنه مسئله دا ده چې د کلاشينکوف وسلې اختراع، په پراخه او ساده توګه د ماشيندارو وسلو توليد ممکن وګرځول. د سوماليا په سواحلو کې د سمندري غلو څخه نيولې د عربۍ نړۍ اسلامپالو او په اروپا کې د هغو همفکرانو او بيا آن د سويلي امريکا تر چريکانو پورې، ټولو دغې وسلې ته مخه کړه.
د کلاشينکوف وسلې مخترع د ۱۹۱۹م کال په نوامبر کې زيږيدلی وو. هغه د سايبريا په سويل کې د يوې کروندګرې کورنۍ ۱۷م زوی وو.
کلاشينکوف د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال ټپي شو. هغه مهال په يوه پوځې روغتون کې تر درملنې لاندې وو، «هيواد څخه د ساتنې له پاره يې د يوې عالي وسلې» پر جوړيدو فکر وکړ. هغه د دوهمې نړيوالې جګړې تر پای ته رسيدو دوه کاله وروسته په ۱۹۴۷م کال کې خپل د کلاشينکوف وسلې لومړنی ماډل «اتومات اوبراژا کلاشينکوف AK-47» معرفي کړ. تر هغه وروسته په راتلونکو لسيزو کې دغې وسلې ته وسعت ورکړل شو او يا يې له مخې نورې وسلې جوړې شوې چې په نتيجه کې يې شمیر شاوخوا يو ميليون ته ورسيد.
په وروستيو کې د کلاشينکوف جوړولو د شرکت يوه مدير د دغې وسلې د نوي ماډل د توليد او خرڅلاو څخه رضايت او خوښي ښکاره کړه. دغه مدير د نوو ماډل کلاشينکوفونو (AK-15, AK-201, AK-204) څخه خبر ورکړی دی. هغه ويلي دي: «موږ په دې باور يو چې برازيل، سويلي افريقا، نايجريا، اندونيزيا، فليپین، او تايلند به زموږ د وسلو د خرڅلاو له پاره تر ټولو مهم بازارونه وي.»
روسيه چې اوس غواړي د دغې وسلې د مخترع د سل کلنۍ تلين ولمانځي، له هغه څخه د «سوسياليستي کار د اتل» او د «روسيې فدراسيون د اتل» په توګه يادونه کوي. ميخايل کلاشينکوف د ۲۰۱۳م کال د دسمبر په ۲۳مه مړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ماسکو کې خاورو ته وسپارل شو.
هغه له خپلې مړينې څخه مخکې د مسکو ارتدوکس کليسا ته يو ليک استولی وو. هغه ليکلي وو: «زموږ په هيواد کې د کليساو او د ترسا او نصارايانو عبادت ځايونه مخ پر ډيريدو دي، خو له دې سره سره د بديو او زشتيو کچه کمه شوې نه ده. ښه او بد د انسانانو په زړونو کې د یو بل تر څنګ ميشت وي او له يو بل سره مبارزه کوي. تر ټولو خطرناکه دا ده چې دوی يو او بل مغلوبوي او دا هغه څه دي چې ما د خپل عمر په پای کې موندلي دي.»
nf/af (KNA/mks/sm)
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: