1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه جی ۲۰ ته تر جی ۸ ترجيع ورکوی

۱۳۸۸ تیر ۱۷, چهارشنبه

د روسیی ډله ایزو رسنیو په تیرو څو ورځو کی یواځی يوه موضوع پیژندله - د متحده ایالاتو د جمهور رییس بارک اوباما سفر. هغه ماسکو خپل سفر د اتو سترو صنعتی هیوادونو یا جی اته سرمشرایزی کی ګدون سره پلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/IjZw
انځور: AP / CC_Marcin n_nc

خو په ایتالیه کی دغی غونډی سره چی نن پیل کیږی، د اوباما د سفر حتی په حاشیه کی هم ورسره چا مینه نه درلوده. البته له یوی استثناء څخه پرته. Marina Larionowa(مارینا لاریونووا)، د ماسکو د اقتصاد په پوهنځي کی له علمی لحاظه په جی اته او نورو سرمشرایزو څیړنه کوی:

«زه فکر چی ټول هیوادونه، لکه جی اته او جی شل یوه ګډه دنده لری، هغه دا چی په لندن کی د اپریل د میاشتی جی شل په سر مشرایزه کی د اصلاحاتو د تأسیساتو د پیاوړي کولو پر سر پریکړی وشوی. د لندن په پریکړو کی د روسیی وړاندیزونه له بده مرغه منعکس نه شول، هغه دا چی په لومړی سر کی نړویال وجهی صندوق او نړیوال بانک کی باید اصلاحات راوستل شی.»

د لاریونوا په نظر، دا تأسیسات له خپل اوسنی جوړښت سره د دی توان نه لری چی اقتصادی کړکیچونه حل کړی او دا چی هغوی تر زیاتی کچی مخ امریکا متحده ایالاتو ته اړولی دی.
د روسیی له خوا نیوکی کیږی. همدا راز لا تراوسه ډالر د واکمنی پولی پشتوانی په توګه پاتی دی. نومړی کارپوه وایی، روسیه غواړی چی د نړیوالی پولی پوشتوانی پر سر بحث وشی، ولی روسی ربل او یا چینی یان نه وی».

یوه بله موضوع چی روسیه ډیره مینه لری پری بحث وشی دا ده چی: د اروپا لپاره یو نوی امینتی جوړښت، هغه یو جوړښت چی له ناتو او یا په اروپا کی د امنیت او همکاری د سازمان یا OSCE له تصرف څخه بهر وی. روسیه غواړی چی په ایتالیا کی دغهبحث ته دوام ورکړی. بیاهم د ماسکو د اقتصادی پوهنځي څخه لارینووا:

«دغه دیالوګ چی اوس دایریږی، د یوه هیڅ اړخ له خوا هم د ضایت وړ نه ګڼل کیږی. په کورفو کی OSCE د بهرنیو چارو د وزیرانو د جون د پای په غونډه کی د د اروپا د اتحادیی د بهرنیو چارو مشر مسول، خاویر سولانا حضور ډير دیبلوماتی ؤ، خو په عین وخت کی ډير ناسم، لږ تر لږه د اروپا د اتحادیی د خپل معیار له مخی. هغه دا چی وویل: مونږ په دی هکله خبرو اته دوام ورکړو.»

په ایتالیا کی د جی اته په دی غونډه کی په نړیوالو کړکیچونو، نړیوال چاپیریال او د پرمختیایی مرستو پر سر خبری کیږی. ماسکو اساسا چمتو دی چی په اقلیم ساتنی باندی وغږیږی او بی وزلو هیوادونو سره مرتسه وکړی.

خو دا چی څه مشخصی پریکړیو سره به خوښه وکړی، هغه باید ښکاره کړی. د ایران په موضوع او د هغه په اتمی سیاست او همدا راز د هغه په روان کورنی سیاسی کړکیچ باندی ښکاره ده چی روسیه د بندیزونو سره موافق نه دی. د جی اته د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کی چی د جون په پای کی هم په ایتالیا کی دایره شوی وه، د روسیی د بهرنیو چارو وزیر، سرګی لاوروف خبرداری ورکړ چی ایران باید تجرید نه شی.
هغه ټینکار وکړ چی د هغی غوندی په ورستی پریکړه کی د ایران په اړه،« د هغه هیواد خپلواکمنی ته د د درناوی» جمله یاده شی.

چین هم دغه ډول یو فکر لری چی د د ایران د جمهوری ریاست د انتخاباتو پایلو پر سر شخړه د هغه هیواد یوه کرونی مسأله ده. همدا راز د پولی پښتوانو په موضوع کی هم پیکنک له ماسکو په یوه بیړی کی ناست دی.
روسیه سختی هلی ځلی لری چی جی اته لمن پراخه شی. دلیل دا دی: اته ستر صنعتی هیوادونه د نړی د نفوس او اقتصاد د یوی ډیری کوچنی برخی استازیتوب کوی.

خو داسی ښکاری چی روسیه ډیری وخت د جی اته په کړی کی د تجرید احساس کوی. روسیه وروستی هیواد دی چی په دی کړی کی ورداخل شو. پرته له جاپان څخه د جی اته نور ناتو دولتونه یو بل سره د روسیی په پرتله نژدی دی . نو په دی وجه روسیه خوښه ده چی کال په کال کی د جی اته د غړو هیوادونو شمی ر زیات شی. څرنګه چی د ایتالیا په دی غونډه کی د جی اته غړی هیوادونه یواځي یو څوساعته خپلو منځو کی سره کیښنی.

د غوڼډي په دوهمه ورځ کی نور دولتونه، چین، هند او برازیل چی د بریک دولوتونو په نامه یادیږی برخه اخلی. بریک په دی بولی چی بی برازیل ار روسیه ، آی هند سی چین د دغو هیوادونو مخفف جوړوی. دغه هیوادونه په یوه یا بل موضوع کی د روسیی اتحادی ملګری.

عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيي وردک