روسان به بيا افغاني پوليس روزي؟
۱۳۸۷ شهریور ۱۳, چهارشنبهپه افغانستان کې روسيه تر اوسه پوری په کمو برخو کې فعاله وه او په وروستيو وختونو کې يی په ماين پاکۍ کې مرسته کوله. سر بېره پر دی يی د ناتو قواوو ته د خپلی خاوری په هوا کې د پروازونو اجازه ورکړی وه.
دوه ورځې مخکې په لندن کې د Time خپرونې راپور ورکړی دی، چې د افغانستان او روسيی تر منځ د يو قرارداد په اساس به تر دوه سوو پنځه ويشتو روسان افغانستان ته د افغاني پوليسو د روزنې لپاره ځي. که دا خبره درسته وی، دا به د روسيی او افغانستان په روابطو کې يو نوی کيفيت ته ورسيږی، ځکه چې تر اوسه پوری دغه کار يوازی د ناتو او امريکايانو لخوا کيده.
د افغانستان څخه د مخادره موادو صادرات روسيی ته يو لوی مشکل گرځيدلی دی. ځينو رسنيو خبر ورکړی دی، چې د روسي د مخدره موادو پر ضد اداره اوسمهال په کابل کې يو دفتر پرانستلی دی.
يوری فيديورف په لندن کې د يو څېړنيز مرکز Chatham House د روسيه پروگرام څخه وايي چې د افغاني پوليسو تربيه د روسيی په هغه پروگرام کې چې روسيه غواړی، د خپل هېواد څخه بهر هم د مخدره موادو په ضد مبارزه وکړی، برابر راځی.
افغاني هېروين د روسیی لپاره ځکه يو دير مهم مشکل گرځيدلی دی، چې د مخدره موادو څخه گټه اخيستل د روسيی په اردو کې يوه لويه ستونزه ده. دغه خبره په آلمان کې د بهرني سياست د ټولنې د روسيی څانگی يو کارپوه Stefan Meister کړی ده. دی زياتوی، چې د روسيی امنيتی سياست ته په افغانستان کې بايد د دې ټکې په نظر کې نيولو سره وکټل شی.
په قفقاز کې وروستی پيښه د روسيی او غربي هېوادونو تر منځ روابط دير تغير کړل. يوری فيديورف په دی نظر دی چې: « روسيه اوس ورو ورو لگيا ده او يوه نوی سړه جگړه پيلوی.»