رضاکاران د کډوالو مرستی ته درومي
د مهاجرو متغییری څپې د دولتي او غیر دولتي موسسو لپاره د مرستو رسول سخت کړې. ځکه اوس رضا کاران د بشري مرستو پخ رسولو کې ونډه اخلي. دیاګو کوپولو په بالکان هیوادو کې د کډوالو د کړکیج څخه انځورونه اخیستی.
د کډوالو یو اضطراري کمپ داسې ښکاري
کله چی هنګري له سربستان سره خپله پوله وتړله نو په زرهاوو کډوال د هارګوس په سیمه کې بند پاتې شول. د هنګري او نورو نږدې هیوادونو رضا کاران ډیر ژر د دوې مرستې ته راغلل او کډوالو ته یې کمپلې، د خوب لپاره توشکې او خیمې ورسولې.
بی پولې ژباړونکي
د ژبې ستونزې د فارسي ژبو او عربو رضا کاره ژباړونکو په مرسته حلیږي. یحیی عبدالله په هنګري کې یو سوریایي زده کوونکی دی او کډوالو ته په بوداپست کې د کیلیتي د اورګاډي تمځای لاره ښیی. هغه وایي: «کله چی فامیلونه دې ځای ته را رسیږي ستړي او ستومانه وي، په خپله ژبه له یو چا سره غږیدل د هغوی د تسکین لامل ګرځي.»
د ګرمې دوډۍ ارزښت
د کروشیا په تووارنیک ښار کې آلماني او پولندي رضاکاران له خپلو موټرو څخه کډوالو ته ګرمه دوډۍ ویشي. یو کډوال له رضاکارانو څخه مننه کوي او وایي چې دا خوراکي مواد د هغه د تیرو ورځو خورکی موادو په پرتله چی وچه دوډۍ او د کب کنسرو وو، ډیر خوندور دي. د رضاکارانو دا ګروپ هره ورځ لږ تر لږ درې ځلې دوډۍ پخوي او کډوالو ته یي ویشي.
د توزیع نوي جوړشوي مرکزونه
په تووارنیک ښار کې ماشومان له خالی بوتلو سره له خپلط خیمو نه بهر راوځی. رضاکاران د خلکو د مرستو له پیسو نه د خوراک او څښاک مواد اخلي او ځینی وختونه ډک پلورنځی خالي کوي.
د لومړنیوو موادوو رسول
د اوبو ټانکرونه کم دي، نو ځایي خلک د اوبو شیردانونه پرانیزي ترڅو کډوال ځان او یا هم خپل لاسونه ووینځي. د کرواشیا په تووارنیک ښار کې کډوال یوازې اوبو ته اړتیا نه لري بلکه هغوي بریښنا ته هم اړتیا لري ترڅو خپل مبایلونه چارج کړي.
د اوږدو کتارونو سفر
اورګاډو یا بسونو ته د ختلو لپاره کتاریدل د کډوالو د سفر یوه لویه برخه ده. کله کډوال د څو ورځو لپاره په کتار کی دریږي او یو ځل چی ودریږي نو بیا خوځیدل يي هم ګران کار وي. سربیره پر دي چي د سره صلیب د دوډۍ توزیع یو مرکز په تووارنیک ښار کې شته خو رضاکاران بیا هم په کتار ولاړو کډوالو ته دوډې وړي ترڅو هغوې په کتار کې خپل ځای له لاسه ور نه کړي.
د شپي له خوا کار کول
هغه کسان چی اخر رارسیږي په معمولي توګه ډیرو مرستو ته اړتیا لري. ماشومان او کورنۍ د مجرده نارینه و په پرتله ورو مزل کوي او رضا کاران هم شپه او ورځ کار کوي چی هغوې ته مرستي ورسوي. نیزر لیکاج چی یو کرواشیاوي رضاکار دې وایي: «ما نن هیڅ هم نه دي خوړلي، زه د شپی کافي او سهار ریدبول انرژی څښکم. زه طالعمن یم چی له غرمې وروسته دری ساعته ویده کیږم.»
په ترانزیت کی ورکیدل
په یوي لويي لاره کې هغه مهال یو د کډوال کمپ جوړ شو کله چی سلوینیا هیواد د کرواشیا د بریګانا ښار څخه د کډوالو د راتګ مخنیوی وکړ. نیزر لیکاج چی یو کرواشیاوي رضاکار دی وایي چی په پیل کې روغتیايي خدمتونه موجود نه وو ځکه د کرواشیا ډاکترانو او د سلوینیا سره صلیب ته تر څو ورځو دې ځای ته د راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.