رسنې: پاریس او برلین غواړي یو وارې بیا خپلې پولې کنټرول کړي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعهاعلان
د رسنیو د یوه راپور له مخې د شینګن د تړون د نوو قواعدو په سر جګړه لا پسې پراخه شوې ده. المان او فرانسه غواړي چې په هغه صورت کې چې د اروپا جنوبي او لویدیځې پولې لا پسې غوندي نه شي د غیرې قانوني مهاجرینو د راتلو د ویرې یو وارې بیا د خپلو پولو په کنټرولولو لاس پورې کړي.
د المان د "Süddeutsche Zeitung“ په نامه ورځپاڼې د دغه خبر سرچینه د المان د کورنیو چارو وزیر هنس پیټر فریډرش او د نوموړي فرانسوي سیال کلوډ جیناډ تر منځ یو لیک ښودلی دئ.
وزیرانو غوښتنه کړې ده چې حکومتونه باید دا امکان ولري چې په یوه میاشت کې بیرته د خپلو پولو په کنټرولو لاس پورې کړي.
په دې وړاندیز به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په لوګزمبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې بحث وشي.