1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

رسنۍ: اسرائیلو دمشق ته نزدې پوځي مرکزونه په نخښه کړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

د سوریې دولتي رسنیو ویلي دي چې اسرائیلو دمشق ته نزدي د سه شنبې په ورځ پر یوې پوځي اډې باندې د توغندیو برید کړی. زیاته شوې ده چې د سوریې هوایي دفاعي سیستم دوه توغول شوي توغندي کشف او په هوا کې خنثی کړي دي.

https://p.dw.com/p/2xPXQ
Symbolbbild Flugabwehrrakete
انځور: Getty Images/AFP/S. Nachstrand

د توغندیو دغه برید یو ساعت وروسته له هغې ترسره شوې دی چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې هیواد یې له ایران سره له اټومي تړونه ووت. ترمپ په دې مناسبت په خپله بیانیه کې ایران په سیمه کې د ترهګري یو له اصلي صادرونکو څخه وباله.

د سوريې دولتي آژانس سانا ویلي دي چې برید د الکسوه ښار په څنډه کې چې د دمشق سویل ته پروت دی، شوی دی. په دې سیمه کې د سوریې د پوځ څو اډې پرتې دي. تر دې خبر مخکې د سوریې تلویزیون په سیمه کې د لویو چاودنو خبر ورکړی وو.

په بریتانیا کې میشتي د سوریې د بشري حقونو څارونکي ډلې ویلي دي چې د برید هدف د مهماتو زیرمې او توغندیو توغوونکي ول، چې په احتمالي توګه د ایران سپاهې پاسداران ډلي پوریې تړاو لره. زیاته شوې ده چې په دې پیښه کې نهه کسان وژل شوي دي. دغې څارونکې ډلي ویلي دي چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د ایران سپاهی پاسداران غړي ول او که نه.

دغه رپوتونه لا تر اوسه پورې د کومې خپلواکې ډلې له خوا نه دي تایید شوي.

د ایران په مشرتوب د ولسمشر بشارالاسد د سیمه ایز ملاتړي ایتلاف یوه چارواکي ویلي دي چې د برید هدف په سیمه کې د سوریې پوځي تاسیسات ول، خو په پایله کې یوازې یو سوریایي نارینه او یوه ښځه وژل شوي دي چې د برید پر مهال په خپل موټر کې له سیمې څخه تیریدل.

د دغه چارواکي په خبره د پیښې پر مهال په اسمان کې جټ الوتکې وې، خو د دې امکان شته چې برید دې له ګولان تپو څخه د توغنديو په واسطه شوی وي.

دغه چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط خبرې کړې دي ځکه په دې اړه یې له رسنیو سره د معلوماتو شریکولو اجازه نه لرله.

لا تر اوسه پورې اسرائیلو په دې اړه څه نه دي. دغه هیواد تر اوسه پورې په سوريه کې د بریدونو تر سره کول، رد یا تایید کړي نه دي. خو په وروستیو وختونو کې د ایران او اسرائیلو تر منځ د ترینګلتیا له ډیریدو سره، د دغه شان بریدونو شمیر هم ډير شوی دی.

ایران د اسرائیلو له خوا په سوریه کې د خپلو پوځي مرکزونو د په نخښه کیدو د غچ اخیستلو ژمنه کړې ده. په دغه بریدونو کې د اپریل په ۳۰مه ترسره شوی برید هم شامل دی چې پکښې تر ۱۲زيات کسان ووژل شول. د وژل شویو کسانو ډیری یې ایرانیان ول.

له بلې خوا د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې له سوریې سره پر پوله د ایران د پوځي فعالیت تر لیدو وروسته یې خپل ځواکونه د آماده باش حالت ته راوستي. اسرائیلو همداراز د ګولن په هسکو کې پر خلکو غږ کړی دی چې له بمونو څخه د پناه وړلو له پاره ځایونه چمتو کړي.