1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رحیم وردک، له خپله نوماندۍ تیر شو

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر په ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ څخه لاس په سر شو. خو د هغه ټاکنیز دفتر له نوماندۍ څخه د عبدالرحیم وردک د منصرفیدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/1BQYY
انځور: Reuters

د اسوشیتد پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردک د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د مارچ دمیاشتې ۱۶مه) خبریالانو ته وویل چې دې د هیڅ کوم کاندید پلوي نه کوي او نه یې هم له ولسمشریزو سیالیو څخه د لاس اخیستوعلت په گوته کړ.

د آلمان خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې د رحیم وردک، د ټاکنیز کمپاین د مشر سرور احمدزي له قوله لیکلي دي: «موږ اعلان کوو چې جنرال وردک د ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو څخه وتلی دی. هغه به د ولسمشریزو ټاکنو په سیالیو کې گډون و نه کړي.» خو سرور احمدزي هم په دې هکله څه و نه ویل چې جنرال عبدالرحم وردک به له کوم نوماند څخه ملاتړ وکړي او که نه او نه یې هم له نوماندۍ څخه د رحیم وردک د لاس اخیستلو کوم علت په ډاگه کړ.

په انڅور کې ښي لاس ته قیوم کرزی او کیڼ لاس ته زلمی رسول لیدل کیږي
په انڅور کې ښي لاس ته قیوم کرزی او کیڼ لاس ته زلمی رسول لیدل کیږيانځور: Reuters

په افغانستان کې ولسمشریزي ټاکنې د اپریل د میاشتې پر پنځمه نیټه تر سره کیږي، په داسې حال کې چې د روان میلادي کال تر پایه به له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

د ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو څخه د رحیم وردک له وتلو وروسته، اوس د کاندیدانو شمیر نهو تنو ته راټیټ شو. د روانې میاشتې په پيل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور قیوم کرزی د ولسمشریزو ټاکنو د یوه بل نوماند زلمي رسول په گټه له خپلۍ نوماندۍ څخه تیر شوی وو. زلمې رسول د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دی.

حامد کرزی د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دریم ځل له پاره په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی.