رحمت الله نبیل د ملي امنیت ادارې سرپرست شو
۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبهد افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ د یوې اعلامیي په ترڅ کې وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزي، رحمت الله نبیل د ملي امنیت ادارې د سرپرست په توگه گومارلی دی. په اعلامیه کې راغلي دي: «د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې پر اساس، ملي امنیت پورې د تړلو چارو د پرمخ بیولو په موخه، ښاغلی رحمت الله نبیل د ملي امنیت ادارې د سرپرست په توگه گومارل شوی دی.»
د ملي امنیت اداری رئیس اسدالله خالد، د ۲۰۱۲ کال په دسمبر میاشت کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کی له ټپی کیدو را په دی خوا په امریکا متحده ایالاتو کې تر درملنی لاندی دی. خالد د یوه وگړي له خوا چې ځان یې د طالبانو پیغام راوړونکی پیژندلی وو د ملي امنیت په یوه میلمیستون کې ټپي شو.
دغه وگړي چاودیدونکي مواد په خپل بدن کې ځای پر ځای کړي ول نو له دې کبله د ملي امنیت کارکوونکي په دې نه وو توانیدلي چې دغه مواد وموندي.
رحمت الله نبیل تر دې مخکې د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح، تر استعفأ وروسته د دغې ادارې د رئیس په ټوگه وگومارل شو خو تیر کال بیا د نامعلومو لاملونو له کبله له خپلې دندې گوښه کړای شو. نبیل تر دې مخکې د جمهوري ریاست د ساتنې د خاص گار مشر وو.
د افغانستان جمهوري ریاست د اسد الله خالد تر ټپی کیدو وروسته اعلان کړی وو چې هغه به د ملي امنیت ادارې د مشر په توگه خپل کار ته دوام ورکړي خو د خالد د درملنې د بهیر له اوږدیدو سره اوس ولسمشر کرزي پریکړه کړې ده چې د ملي امنیت د ادارې چارې رحمت الله نبیل ته وسپاري.
د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې بیانیه کې روښانه شوی نه ده چې د خالد روغتیایي وضعیت څه ډول دی او دا چې آیا هغه به بیرته خپلې دندې ته دوام ورکړي او که نه. د افغانستان د حکومت سرچينې په دې هکله چاته معلومات نه ورکوي.