راپور: په اداري فساد اخته هيوادونو په ډله کي افغانسان دوهم مقام و گټی
۱۳۸۹ آبان ۴, سهشنبهپه هغه رپوټ کي چي نن په برلين کي د نوموړي سازمان له خوا خپور سو راغلي دي چي د نړۍ د 178 هيوادونو درې پر څلورمه برخه د اختلاس او ادراي فساد په تباه کونکي ډنډ کي لاس او پښي وهي او افغانستان په دي ډنډ کي تر ټولو ژور ډوب دی.
په نړۍ کي د اختلاس او اداري فساد په هکله د نړيوال شفافيت سازمان کلني رپوټ د کار پوهانو د معلوماتو او ارزونو په اساس جوړ سوي دي او د هغو له خوا تر پلټني لاندي هيوادونو ته نمري ورکړ سوي دي.
د شفافيت د نړيوال سازمان د آلماني څانګي رئيسEdda Müller وويل چي د نړيوالو ستونزو لکه اقليمي بدلون او بې وزلۍ دپاره د حل لار په موندولو کي نړيوال اختلاس او اداري فساد ډيري غټي ستونزي او خڼدونه پيدا کړي دي.
«کله چي په راتلونکي کي په Cancun کي د اقليمي بدلون پر سياست باندي خبري کوو، زموږ پيغام دا دي، چي په داسي هيوادونو کي د نوو مالي صندقونو او نوو تمويلي سرچينو پر سر ږغيږي هلته د حکومتوالي د څرنکوالي او سمونوالي په هکله هم وږغيږي.»
د شفافيت د نړيوال سازمان له خوا د وړانداي سوي اختلاس شاخص د هغو ارقامو او اعدادو، ارزونو او څيړونو پر بنسټ جوړ سوی دی چي د نړۍ د ډيرو مشهورو اقتصادي تأسيساتو لکه نړيوال،Bertelsmann-Stiftung او د واشنګتن د آزادۍ نومي کور يا Freedom House له خوا ورکړل سوی دی.
د نړيوال شفافيت د سازمان د شاخص له مخه سوماليا، افغانستان او برما په دې شاخص کي لوړ مقام لري، معني دا چي دا د نړۍ تر ټولو اختلاس او اداري فساد لرونکي دولتونه دي.
د نړيوال شفافيت له مخه ځيننو نورو هيوادونو لکه بوان، چيلي، ايکوادرو، ګمبيا، هايتي، جاميکا، قطر، کويت او مقدونيي د اختلاس او اداري فساد ضد مبارزه کي پرمختګ کړی لاو په خپل وضعيت کي يې سمونوالي رامنح ته کړی دی.
خو په دې رپوټ کي ويل سوي چي د امريکا متحده ايالات، يونان او ايټاليا د هغو هيوادونو په جمله کي راځي چي د اداري فساد او اخلاس کچه پکښي د پخوا په پرتله لوړه سوي ده.
آلمان د نړيوال شفافيت د اختلاس د ښودلي په شاخص کي 15 ځای لري. د نوموړي سازمان د آلماني ځانکي مشر، ميولر د انتقاد په توګه وويل چي د اروپايي معيارونو له مخه دا نه ډير ښه او نه ډير خراپ مقام دی.
د نړيوال شفايت په رپوټ کي سکندويايي هيوادونو لکه سويډن، ناروې او ډنمارک ستايل سوي دي. سويډن له لسو نمرو لوړو نمرو څخه 9.2 ، ډنمارک، هالنډ او سنګاپور د لسو څخه 9.3 نمري تر لاسه کړي.
ګلريسلر/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل