رامني په لومړۍ مناظره کي تر اوباما مخکي وو
۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه
په امریکا کي د ولسمشرۍ تر ټاکنو پنځه اوونۍ دمخه، د دواړو نوماندانو تر منځ د لومړي ځل له پاره تلویزیوني مناظره وسوه. اوسني ولسمشر بارک اوباما، او د جمهوري غوښتونکو نوماند میت رامنې پر اقتصادي او مالي سیاستونو باندې وغږیدل.
رامنې پر اوباما نیوکه وکړه چې د مالیې لوړول به د دغه هیواد پر اقتصادي جوړښت باندې ناوړه اغېزه واچوي. خو اوباما بیا پر رومنی باندې نیوکه وکړه چې غواړي له مړو څخه د مالیې د نه اخیستلو له لارې منځیني ژوند لودونکو کورنیو ته تاوان ورسوي.
اوباما زیاته کړه چې د رومني دغه پلان به امریکا له پوروړیتوب سره مخامخ کړي. د مالي او اقتصادي بحثونو تر څنګه دواړو نوماندانو د روغتیایی سیاست په اړه هم خبرې اترې وکړې.
د هغې نظر پوښتنې له مخې چې د CNN تلویزیون تر سره کړه ده، د پنجشنبې د ورځې په تلویزیوني مناظره کې میت رامني په ښکاره ډول تر خپل سیال نوماند بارک اوباما مخکې وو. د اوباما او رامنې تر منځ دویمه مناظره به په راتلونکو دوو اونیو کې وشي.