1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د OSCE، څارونکي آزاد کړای شول

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د اوکرایین په ختیځ ښار سلاویانسک، کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان نیول شوي پوځي څارونکي آزاد کړای شوي دي. روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د سختو خبرو اترو وروسته نوموړي څارونکي آزاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BtDv
انځور: picture-alliance/dpa

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، ځانگړي استازي ولادیمیر لوکین، ویلي دي: «ټول ۱۲ کسان چې زما په لست کې وو، آزاد کړای شوي دي.» دغه خبر روسي خبري آژانسونه «ریا نووستي» او «ایتار تاس» ورکړی دی.

تر دې دمخه ویچسلاو پونو ماریوف، چې ځان د سلاویانسک ښاروال بولي، اعلان کړای وو چې په نزدې وخت کې به برمته شوي کسان آزاد کړای شي. په اصل کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو غوښتل چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان برمته شوي پوځي څارونکي، د هغو کسانو په بدل کې آزاد کړي، چې د اوکرایني ځواکونو له لوري نیول شوي دي. خو دغه کسان اوس د دغسې یوه جوړ جاړي پرته آزاد شوي دي.

لویدیځ د پردې تر شا د د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له منگولو څخه د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د پوځي څارونکو د خلاصولو له پاره ډیرې هڅې کړې وې. د آلمان د صدراعظمې د خپلو څرگندونو له مخې د ټولو دیپلوماتي چینلونو له لارې یې د دغو پوځي څارونکي د آزادیدو له پاره هڅې کړې دي.

پر څارونکو د جاسوسۍ شک وو

د اپریل میاشتې پر ۲۵مه نیټه روسي پلوه ملیشو د اوکرایین په ختیځ ښار سلاویانسک، کې د آلمان د پوځ څلور سرتیري او د هغوی ترجمان ونیو. پر دې سربیره بیلتون غوښتونکو د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان نور پوځي څارونکي هم ونیول. بیلتون غوښتونکو نیول شوي کسان د «ناټو د جاسوسانو» په توگه عنوان کړل او په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې عامه محضر ته وړاندې کړل.

په رسنیو کې د برمته شوو کسانو شمیر د ۷ او ۱۳ تنو تر منځ دی. د آلمان پر څارونکو سربیره د چک جمهوریت، پولنډ، سویډن او د ډنمارک هیوادونو څارونکي په برمته شوو کسانو کې شامل وو. د سویډن هیواد سره تړاو درلودونکی څارونکی د ورپیښې ناروغۍ له کبله، تر نیول کیدو دوه ورځې وروسته بیرته آزاد کړای شو.