د BMW يو ميليون موټر د ترمیم له پاره راوغوښتل شوي دي
۱۳۹۱ فروردین ۸, سهشنبهد بي ام ډبلیو د شرکت چارواکو ویلي دي چې تر اوسه پورې د دې ستونزې له کبله د مرګ ژوبلې د رامنځ ته کیدو رپوټ نه دئ ورکړل شوی.
د بي ام ډبلیو د موټر جوړولو شرکت د المان په مونشن ایالت کې میشت دﺉ. دغه شرکت په وروستیو وختونو کې خپل تر ټولو ډیر موټر د یوې تخنیکې ستونزې له کبله راغوښتي دي.
د بي ام ډبلیو چارواکو ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې باید شاوخوا ۱.۳ میلیونه موټر د دې تخنیکي ستونزې له کبله وکتل شي ځکه چې کیدای شي دا ستونزه کیدای شي د موټر د نه چالانیدو او په موټر کې د اور د لږیدو لامل شي.
د دې شرکت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د کیفیت د ارزونې په موخه بي ام ډبلیو په نړۍ کې خپل ماډل پنځه او شپږ موټر چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۰ کلونو تر منځ بازار ته عرضه شوي دي د ترمیم له پاره بیرته راغواړي.»
د شرکت په خبره دغه ستونزه کیدای شي کله نا کله د موټر د برق په سیستم کي ستونزې رامنځ ته کړي او د موټر د نه چالانیدو او یا ان په موټر کې د اور د لګیدو لامل شي.
د بي ام ډبلیو شرکت به د دې ستونزې له کبله یوازې په المان کې ۲۹۰۰۰۰ موټر د ترمیم له پاره بیرته راوغواړي. د دغه شرکت چارواکي وایي چې دا په وروستیو کې تر ټولو ډیر موټر دي چې دا شرکت ئې د ترمیم له پاره راغواړي.
د بي ام ډبلیو شرکت ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د دې ستونزې له کبله څوک ټپي شوي نه دي. د دې شرکت چارواکو د ماډل پنځه او شپږ موټرونو له خاوندانو څخه غوښتي دي چې د بي ام ډبلیو یوه نزدي د ترمیم ځای ته ولاړ شي چې د هغوی په موټر کې دا ستونزه وڅیړل شي. د شرکت په حواله د دې ستونزې حل یوازې ۳۰ دقیقې وخت نیسي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل